IQNA

د ایران او فلیپین ترمنځه د حلال خوراک په ډګر کښې همکاري

21:43 - March 05, 2019
د خبر لمبر: 3481998
نړیواله ډله: په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان مشر د فلیپینې موسسې «په آسیا کښې معنویت» غړې سره په کتنه کښې د دغه هیواد خلکو ته د حلال خوراک معرفي لپاره د همکارۍ اعلان کړي.

د ایکنا راپور له مخې، له فلیپین نه، د «په آسیا کښې معنویت» موسسې غړه مېرمنه کارمن آلویار (Carmen Alviar) او د شرق آسیا جنوبی هوادونو اتحادیه د سیل برخې مشره مېرمنه ماریزا آګانترا (Marissa AlcantAra) په فلیپین کښې د حلال خوراک معرفي کولو او پراختیا په اړه په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد جعفري ملک سره کتنه وکړه.
په شورو کښې مېرمنه آلویار د ایران کلتوری سازمان نه د دغه کتنې په اړه مننې سره وویل: دې ته توجه سره چې فلیپین له هغه هیوادونو نه دی چې د حلال خوراکونو صنعت په کښې ډېر کم رشد کړې دې. مونږ هڅه کوو چې د حکومتی چارواکو په مرستې سره چې د مسلمانانو د چارو په کمیسون کښې شتون لرې او همدارنګه د ټکنالوژي او علمونو چارو کمیسون ته په فلیپین کښې د حلال خوراکونو معرفي لپاره اقدام وکړو.
هغه زیاته کړه: کومې څېړنې چې مو ترسره کړې په هغې کښې دوه هیوادونه مالیزیا او ایران په دې ډګر کښې زیات پرمختګ کړې، نو ځکه مونږ د حلال خوراکونو کلتور معرفي کولو لپاره نه په دین کښې سفارش شوې خوراکونو په عنوان بلکې د خلکو لپاره د یو روغ او ګټور خوراک په توګه له تاسې مرسته غواړو او هیله لرو د سیمینار او د سره غونډو په علمي او پوهنتون په چاپیریال کښې وړاندې سره وکړو چې د دغه کلتور په پراختیا کښې مهم ګام پورته کړو.
په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان مشر هم خپل خیال څرګند کړو او وې ویل: کلتوری سازمان د فلیپین خلکو ته د حلال خوراکونو معرفي کولو نه استقبال کوې. او چمتو یو چې په دغه ډګر کښې فلیپینانو سره همکاري وکړو.
هغه زیاته کړه: په فلیپین کښې حلال خوراک ترلاسه کولو کښې اوسني شتون لرونکې ستونزې دومره زیاتې دې چې په ځنې ښارونو کښې دا یو غیر ممکن کار دی که څه هم خلک باید له دغه موضوع سره آشنا کړو چې سربېره د دې موضوع نه چې د مسلمانانو لپاره یو دینی موضوع دی له دې نه مخکښې د ټولنې د روغتیا د اسلام دین لپاره ارزښت لرې او د اسلام دین د ټولنې د هدف له کبله د حلال خوراک خوړلو باندې تاکید کوي.
محمد جعفري ملک څرګنده کړه: لکه څرنګ چې خبر یی په ایران کښې ټول حلال خوراکونه دې او په رسټورانټو کښې هم حلال خوراک وړاندې کېږي چې دا موضوع حتی په مالیزیا کښې هم شتون نه لري. مونږ کولې شو د پوهنتونونو په مرسته د حلال خوراکونو ګټې او د حلال خوراک ګټو په اړه علمي موضوعات او ولي په اسلامی دین کښې پرې ټینګار شوې په سیمینارونو او غونډو کښې معرفي او وړاندې کړو.
په اخیره کښې د همکارۍ موضوع په راروانه غونډه کښې د سیمینار پیل کولو او یا مشترکه اقدامات د حلال خوراک معرفي کولو لپاره د فلیپین یو پوهنتون په نښه شي.
http://iqna.ir/fa/news/3794946
captcha