IQNA

د ښار شورا همکارۍ سره پيل کېږي

د انګلستان په ببرمینګام کښې د قرآن روزنې مرکز جوړېږي

0:01 - May 15, 2019
د خبر لمبر: 3482171
نړیواله ډله: د قرآن کریم د روزنو یو نوې مرکز د انګلستان په برمینګام ښار کښې د دغه ښار شورا نه مجاز اخیستلو نه ورستو پیل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د بیرمینګام میل نه په نقل، که څه هم له دغه قرآنی مرکز جوړولو سره مخالفتونه مطرح شوې، خو ولی د بیرمنګام ښار شورا په اراده یی اثر نه دې کړې او دا طرحه د دغه شورا د پروګرامونو کمېټۍ له اړخه منظور شوې ده.
دا قرآنی مرکز چې نړیواله مرکز چې علم، عدالت او سوله نوم لرې، د درس ۶ کلاسونو سره د عمومي نندارتون فضا څو موخه یز تالار او .... به لرې.
دغه طرحه وړاندې کوونکې د بیرمنګام ښار د شورا په غړو ډاډمن دی چې له دغه ځای نه به د جمعه لمونځ، د ودونو او غم مراسم پیل کولو لپاره نه استفاده نه کېږي.
قرآنی عربي موسسه(QAF) چې په کال ۱۹۹۳ کښې جوړه شوې ده، د دغه قرآن روزنې مرکز شورو کړې وه.
چارواکې وایئ دا مرکز به د روزنو او زده کړې چاپیریال وې چې په هغې کښې شننه او تحلیل، څېړنې او زدکړې د ژبو زدکړه، ادبیات او د قرآن کریم ژبه د دوه اصلي سرچینو پر اساس قرآن او سنت سره ترسره کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3811135
captcha