IQNA

دعربستان یوې محکمې کم عمر زلمی په پانسۍ محکوم کړ دی

22:40 - June 08, 2019
د خبر لمبر: 3482229
نړيواله ډله: په وروستیو کلونو کې د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان واک ته په رسیدو سره د آل سعود رژیم له سیاستونو سره د مخالفت او د عقیدې د اظهار په جرم ددغه هیواد په سلګونو روحانی شخصیتونه ، سیاسی فعالان ، پوهنتونوال ، او ا قتصادی کارپوهان نیول شوی چې دنړیوالو غیر حکومتی ډیرو اورګانونو غبرګونونه ئې په ځان پسې درلودلی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ د عربستان یوې محکمې پرون د عربستان په ختیځ کې د القطیف ښار یو زلمی مرتجی القریریص چې دنیول کیدا په وخت  څوارلس کلن  ؤ او په ۲۰۱۱کال کې نیول شوی ؤ او په عربستان کې په ترټولو کم عمره بندی پیژندل شوی، د پانسۍ سزا آورولې ده . دعربستان د محکمې په فیصلې کې تر ټولو عجیبه ټکی ، د ددغه ځوان مرتجی القریریص د خپل شهید ورور علی القریریص  دجنازې په دستورو کې  ګډون دی ، چې په ۲۰۱۱ کال کې د آل سعود رژیم د مامورانو په ډزو شهید شوی ؤ .
 دبشری حقوقو نړیوالو موسسو  هم په کرتو د القریریص په بند کې دساتلو او دهغه دسختې شکنجې په اړه چې هغه په بند کې په یوه کسیز سیل کې ساتل کیږی ، سخته اندیښنه ښودلې ده .
 په وروستیو کلونو کې د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان واک ته په رسیدو سره د آل سعود رژیم له سیاستونو سره د مخالفت او د عقیدې د اظهار په جرم  ددغه هیواد په سلګونو روحانی شخصیتونه ، سیاسی فعالان ، پوهنتونوال ، او ا قتصادی کارپوهان نیول شوی چې دنړیوالو غیر حکومتی  ډیرو اورګانونو غبرګونونه ئې په ځان پسې درلودلی دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i82680
captcha