IQNA

په افغانستان کې د تقويتي نوم لیکنې بهیر پیل شو

22:46 - June 08, 2019
د خبر لمبر: 3482231
نړيواله ډله: د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمېسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ وويل چې دا بهیر به شل ورځې دوام وکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمېسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ  وويل چې دا بهیر به شل ورځې دوام وکړي.مېرمن نورستانۍ د دې نوم لیکنې د هدف په اړه داسې وويل:
"زموږ هېوادوال چې له خپل حقه محروم وو، یا مهاجر وو او يا يې غفلت کړی وو او يا هم نه وو پوهېدلي چې کوم ځای ته تذکره یوسي او نوم لیکنه وکړي، دا چې کوم کسان ترې پاتې شوي، له خپله حقه برخمن کېږي."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، له غزني پرته به په نورو ولایتونو کې تقويتي نوم لیکنه وشي او په غزني ولایت کې به عمومي نوم لیکنه وشي، ځکه مخکې په دې ولایت کې د نوم لیکنې بهیر نه دی عملي شوی.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i82690
captcha