IQNA

عربستان باید دکم عمره سیاسی بندی پانسی لغوه کړی

19:20 - June 10, 2019
د خبر لمبر: 3482238
نړیواله ډله: سی این این ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، د بخښنې نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې وئیلی دی،څوارلس کلن مرتجی القریریص د ۲۰۱۴کال په ستمبر کې نیول شوی او همدااوس اتلس کلن شوی دی،چې د عربستان عمومی څارنوال د هغه لپاره د پانسۍ دحکم داجرا کیدا غوښتنه کړې ده .
د ایکنا راپور له مخې، د آریانا نیوز ویبپاڼې نه په نقل، دبخښنې نړیوالې ادارې په دغې اعلامیې کې ایشوا شوې ده ،القریریص په زندان کې د پلټنې په وخت سخت شکنجه شوی دی او پلټونکو هغه ته ژمنه ورکړې ده چې که اعتراف وکړی ، نو خوشی به شی .
په تیر اپریل میاشت کې هم په عربستان کې آل سعود درژیم په یوه ورځ د اوه د یرشو مخالفو فعالانو سرونه غوڅ کړل او د بخښنې نړیوالې ادارې وئیلی دی ، په هغو کې لږترلږه درې پانسی شوی کسان په شپاړس او اولس کلنۍ کې نیول شوی وو .
ددغه نړیوال اورګان د اعلامیې په اساس ، دغه درې واړه ځوانان اهل تشیَع وو چې په آل سعود رژیم په ضد په اعتراضیه مظاهرو کې د ګډون په دلیل نیول شوی وو .
د بخښنې د نړیوالې ادارې د احصایو په اساس په وروستیو پنځو کلونو کې دعربستان دڅه دپاسه سل شیعیان په سیاسی دلیلونو پانسی شوی دی . دغه نړیوال اورګان د دغو کسانو دپانسۍ سزا په محکومولو سره د دوی محاکمه کول ډیر بې انصافه کار بللی او روښانه ئې کړې ده،ډیری پانسی شوی کسان پر حکومت په نیوکو کې د هغوی له سوله ایزو خبرو پرته بل یو اقدام هم نه ؤ کړی ..
https://ariananews.co/ps/world
captcha