IQNA

د ایران پرضد د امریکا د زیات دباو سیاست ماتې خوړلې

16:01 - October 02, 2019
د خبر لمبر: 3482427
نړیواله ډله: له هرې زاویې څخه چې د ظلم ، داستکبار او دکفر له نړۍ سره د ایران دملت اوسني ټکر ته پام وکړې شي نهايي بریالیتوب دایران د ملت دی .
د ایکنا راپور له مخې، د حضرت آیت الله خامنه ای د دفتر ویپپاڼې نه په نقل، د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک له زرګونو قومندانانو سره په کتنې کښې د امریکا دزیات دباو د سیاست ماتی خوړلو او د سلطې دنظام په مقابل کښې د ایران نه تسلیمیدا ته په اشارې سره وویل ایران به په جدیت او پریکنده توب سره ښو نتیجو ته تر رسیدا پورې د اټومی ژمنمو کمولو ته دوام ورکړی .هغه حضرت دایران دبیلګه ماتی د یوه(۱) حالت درامینځته کولو او القا کولو لپاره د امریکا وروستۍ ناکامۍ ته په اشارې سره زیاته کړه امریکا له ولسمشر ټرمپ سره  کتنې ته د اسلامی ایران دولسمشر حسن روحانی د مجبورولو لپاره سوال زرې وکړې او له اروپایی ملګرو یې هم مرسته وغوښتله خو ونه توانیدله او تر دې ساعته پورې زیات دباو ماتی خوړلی ده او زه په پریکنده توګه وایم چې اخر به هم د امریکا د زیات دباو سیاست ماتی وخوری .
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه راز  اټومی موضوع ته په اشارې سره وویل داټومی ژمنو د کمولو کار دایران داټومی انرژۍ د ادارې پرغاړه دی  او باید هماغه ډول چې حکومت ویلی دی په کامل جدیت ، په دقیق او جامع ډول دوام ومومی چې ښې نتیجې ته ورسیږی او په پریکنده توګه به دغه نتیجې ته ورسیږی .
حضرت ایت الله خامنه ای په افغانستان ، په عراق او سوریې کښې د دښمانانو په تیره بیا  دامریکا لګښتونو ته په اشارې سره وویل هغوې (امریکا او ملګرو یې ) په ډیرو لګښتونو سره داعش ډله جوړه کړه او ددغه ډلې وسله وال ، مالی او تبلیغاتی ملاتړونه یې وکړل خو اوس دغه ډله د سوریې د عراق او د ایران د ځوانانو په زیار سره له مینځه تللی ده او امریکا په  دروغو وایی چې دوې داعش ډله له مینځه وړی ده .
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله  خامنه ای د کفر او دظلم له متحدې جبهې سره په مقابلې کولو کښې د مقاومت د سترې ټولګې د وسونو په ستاینې سره د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک ته په سپارښتنه کښې وفرمائیل د مقاومت جغرافیې ته پراخه او له سرحد وراخوا کتنه له لاسه ورنکړئ .
د مشرتابه ستر مقام د اقتصادی مسائیلو په زمینه کښې هم جوته کړه ځینو کسانو مخکې داسې اټکل کاوه چې دیارلس سوه اته نویم (۱۳۹۸) هجری لمریز کال د ډیرو سختو اقتصادی مشکلاتو کال ووسی داپه داسې حال  کښې دی چې همدا اوس د ایران چارواکی د روان کال په لومړیو شپږو (۶) میاشتو کښې د یوې (۱) نسبی اقتصادی ودې خبر ورکوی .
هغه حضرت وویل له هرې زاویې څخه چې د ظلم ، داستکبار او دکفر له نړۍ سره د ایران دملت اوسنی ټکر ته پام وکړې شی نهایی بریالیتوب دایران د ملت دی .
captcha