د سما خبري آژانس د راپور له مخې، یو فلسطیني ځوان په دې بهانه چې په صهیونیسټي کسانو یې برید کولو، د شنبې په ورځ د صهیونیسټي پوځیانو د نیولي شوې قدس په باب الاسباط سیمه کښې په ډزو شهید کړی دی.
د دغه فلسطیني ځوان له شهادت څخه وروستو، څرګنده شوه چې هغه هیڅ وسله له ځان سره نه لرله.
د فلسطین د اسلامي غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم د صهیونیستي پوځ لخوا د فلسطیني ځوان شهادت د دغه رژیم د «جنایتکاره خوي» نښه وبلله.
په داسې حال کښې د فلسطین سره میاشتې ادارې خبر ورکړ، چې اسراییلي عسکرو نن سهار د اردن سیند په کرانه باختري طولکرم کښې، په جباره پوسټ کې په یو بل فلسطینی ځوان ډزې وکړې او هغه یې په پښه ټپي کړ.