IQNA

په کندهار کې د ماین چاودنې له امله ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي

20:35 - June 04, 2020
د خبر لمبر: 3483219
تهران (ایکنا) - د افغان امنیتي چارواکو په وېنا پېښه پرون چهارشنبه تر غرمې مخکې ۱۱ بجې ډیورند کرښې ته نژدې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي وويل چې د ډیورند فرضي کرښې ته نژدې ددغې پېښې ټپیان د پوليسو لخوا روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه زیاته کړه وويل: د ارغستان ولسوالۍ د خوشک رود په سیمه کې د ملکي وګړو يو ټویوټا ډوله موټر له ولسوالۍ څخه ښار ته را روان وو چې د تګ په حال کې د وسله والو طالبانو لخوا د کندهار ښار او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ د لويې لاري پر سر ښخ شوی ماین پر چاودیدلي ۱۰ تنه پکښې وژل شوي او څلور نور پکښي ټپیان دي.
افغان چارواکي وايي چې یاد ملکي وګړي ټول د ارغستان ولسوالۍ د سپينې ګاري د سیمي اوسیدونکې دي چې کندهار ښار ته د درملنې او ورځنیو اړتیاوو د پوره کیدو لپاره د تګ پر مهال د پېښي قرباني شول.
د دې تر څنګ د کندهار په نېش او شاه ولیکوټ والیو کې هم د تیري یوې اونۍ په ترڅ کې د سړک د غاړې د ماین چاودنو ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
سره له دې چې امنیتي مقامات د سړک د غاړي په ماین چاودنو کې وسله وال طالبانو ته ګوته نیسي خو خپله وسله والو طالبانو رسنیو ته پدې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

تهران پښتو راډیو

captcha