د رسول الله مبارک په پاکې کورنۍ کښې حضرت امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغی.
د ځینو نورو اسلامي هیوادونو په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت خلک د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام د ولادت د کلیزې په شپه او ورځ په مشهد مقدس ښار کښې د دوي د پاک حرم په شمول نورو مذهبي او سپيڅلو ځایونو کښې راغونډیږي او خوشالۍ کوي.
د خوشالۍ نمانځنې په دې مراسمو کښې د امام رضا علیه السلام د لوړ شخصیت په ستانه کښې شعرونه او مدحې ویل او هم داشان د شیرینیو ویشل شامل دي.
مونږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو لوستونکو ته د حضرت محمد مصطفی(ص) په پاکو لمسیانو کښې د امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکي وایو.
parstoday.com