هغه نن په دې خبرې سره چې له خواف څخه هرات ته د اورګاډي پټلۍ د ایران او د افغانستان د حکومتونو په پانګونې سره جوړیږي وویل ایران ته د اورګاډي د پټلۍ اړونده برخه د بشپړیدا په حال کښې ده .
د ایران د لارو او د ښارونو د جوړولو وزیر محمد اسلامي له سرحدي سیمې د ایران په شمال ختیځ کښې تر خواف ولسوالۍ پورې د اورګاډي د دغه پټلۍ اوږدوالی شپږ شپیته (۶۶) کلومیټره اعلان کړ او ویې ویل د افغانستان د اورګاډي پټلۍ به له دې لارې د ایران او د نړۍ د نورو سیمو له عمومي پټلیو سره وصل شي .
د ایران او د افغانستان ترمینځ د مواصلاتي اورګاډي د پټلۍ جوړول ، د اورګاډو له لارې د دواړو هیوادونو ترمینځ د شیانو د صادرولو او واردولو امکان او له ازادو اوبو سره د افغانستان وصلول د دغه اورګاډي په ګټو کښې شاملې دي .
parstoday.com