IQNA

د بیروت د پیښې له قربانیانو سره د غزې د خلکو همغږي

د غزې په تړانګې کې میشته فلسطینیانو د لبنان له خلکو او د بیروت د پیښې له قربانیانو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ د څرګندولو په خاطر په غزه کې په فلسطین نومې چوک کې لاریون وکړ، تر دې دمه د بیروت په پیښه کې تر له 158 ډیر شهیدان او 6،000 نور ټپیان دي. دوی د لبنان له خلکو سره خواخوږي څرګندولو لپاره د لبنان بیرغ او د خواخوږۍ لیک بینرې له ځانونو سره لرلې