ایکنا خبری اژانس راپور راکړ د امریکا د جارج واشنګټن پوهنتون یوه استاد بایکل ان بارنټ (Michael N. Barnett) په یولړ څرګندونوکې وئيلي دي،په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون څه خاص بریاوې نه دي درلودلي .هغه کسان چې د امریکا د پوځي شتون په دوام پسې دي،ددغه ځواک د ویستلو لپاره د اټکل وړ هیڅ ټاکنه نه وړاندې کوي . همداراز ددغو عسکرو ویستل په امنیتی ګواښونو دافغانستان د بیرته بدلیدا امکان نه زیاتوي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،له هغه وخته چې جوزف بایډن په امریکا کې خپله ولسمشري پيل کړې ، لویدیځي آسیا د نړۍ د یوې تر ټولو تاؤتریخجنې سیمې په توګه چې زیاتره د امریکائي سیاستونو تر اغیزو لاندې ده ، د هغو ډيرو بدلونونو شاهده ده چې په هغو کې په نیواکي ټاټوبو کې د تاؤتریخوالو دوام ،له افغانستانه د امریکائي عسکرو وتلو او په دغه هیواد کې د طالبانو د بیرته قدرتمنیدا او دایران او امریکا ترمینځ جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا دخبرواترو دبې نتیجې کیدا ته اشاره کولی شو .
مائيکل این بارنټ چې په جارج واشنګټن پوهنتون کې د دالیورټ نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې د نړیوالو اړدیکو استاد دی ، له افغانستانه د ا مریکائي ځواک د وتلو او شاتګ او ددغه کار دغیر مسئولانه بللو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې وئيلی دي ، که د متحده ایالاتو شاتګ په پوهیدا سره وي ،نو دا چاره به غیر مسئولانه وي او په ډاډ سره ویل کیدلی شي ، چې دمتحده ایالاتو ګټو ته تاوان رسوي .
د جارج واشنګټن پوهنتون دغه استاد زیاته کړې ،که د امریکا له دایمي شتون پرته له دغې سناریو سره دمقابلې لپاره نوره ټاکنې نه وي ، نو یوازینۍ پيښه چې ممکنه ده رامینځةشي ، دا ده چې افغانستان د هغو ترهه ګرو لپاره چې پر امریکا اغیزې شیندي ، ، د امن په پټنځایونو بدل شي . له دې ټولو سره سره سره په نړۍ کې نور هم ډير ځایونه شته چې ا وس د ترهه ګرو امنه ځایونه دي . متحده ایالات د امریکا په ضد دترهه ګرو له احتمالی ګواښونو سره دمقابلې لباره نور آوزارونه هم لري چې له افغانستانه ورځي.