IQNA

د ایران په خراسان جنوبی کې دکابو دوه زره قاریانو په ګډون سره قرآني سیالۍ پيل شوې

17:11 - July 22, 2021
د خبر لمبر: 3484450
تهران(ایکنا) - د ایران د اسلامی جمهوریت په بیلابیلو ولایتونو کې هر کال دقرآن کریم د قراءت او حفظ سیالۍ کیږي ، چې په عامه توګه ئې خلک ډير تود هرکلی کوي او دغه راز هر کال په نړیواله سویه هم د ایران دا سلامی جمهوریت په کوربتوب سره دغه سیالۍ ترسره کیږي .

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ،د ایران د اسلامی جمهوریت په خراسان جنوبی ولایت کې په پنځو ولسوالیو کې  دقرآن کریم د قاریانو ترمینځ  د سیالیو څلور څلویښتم  پړاؤ نن  پیل شو او د زموری یا اسد دمیاشتې تر دریمې نیټې پورې به دوام ولري .

 د ایران دخراسان  جنوبی ولایت  د اوقاف او خیریه چارو  د ادارې عمومی مدیر  حجةالاسلام  پرویز بخشي پور  نن په یولړ څرګندونو کې ددې خبرې په کولو سره چې  په دغو سیالیو کې   یو زر نهه سوه نوي قاریان ګډون کوي ، ووئيل ، د سیالیو په دغه پړاؤ کې  د قرآن دتفسیر په برخه کې یو زر درې سوه دیرش کسان، او د قراءت ، ترتیل ،آذان ، دعا لوستنې ، د پنځو سپارو د حفظ، د لسو سپارو دحفظ، د شلو سپارو د حفظ  او د درست قرآن  د حفظ په څانګو کې شپږ سوه شپیته  کسان پخپلو کې سره سیالۍ کوي .

 هغه زیاته کړې ، خراسان جنوبی ولایت  د قرآن کریم د سیالیو په دغه پړاؤ کې  دنامو د ثبتولو له پلوه   توانیدلی په  درست ایران کې دریم مقام وګټي . 

 د خراسان جنوبی  ولایت دغه مسئول مقام  ووئیل ،  دغه سیالۍ د قرآن کریم  دحفظ، ترتیل ، قراءت ، تحقیق  او تفسیر  او دغه راز د آذان وئیلو  او دعا لوستلو په نهو څانګو کې ترسره کیږي .     هغه وئیلي،  دغه سیالۍ به د خراسان جنوبی  په بیرجند خوسف ولسوالیو  پشمول په پنځو ولسوالیو کې  د زمري  یا اسد د  میاشتې تر دریمې نیټې پورې  د قاینات  ولسوالۍ په کوربتوب سره ترسره شي .

په دغو سیالیو کې بریالي شوو قاریانو  ته  به د   خراسان جنوبی د اوقافو او د خیریه  چارو د ادارې له خوا غوره  جایزې هم ورکړل شي .

3985754

captcha