ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، په دغه اور کې د دکاندار هر څه چې پکې موجود وو ،سوځيدلي دي او هیڅ شی پاتې نه دی ، خو په همدغو شیانو کې دقرآن کریم یو جلد کتاب کیښودل شوی ؤ، البته د زیاتې تودوخې له امله د نسختې پاڼو رنګ بدل شوی ، خو سره د جلد د قرآن کریم نسختې ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی .
ددغه راپور په اساس تر دې دمه په دغه دکان کې د اور لګیدنې علت نه دی مشخص شوی ، خو له نیکه مرغه دغه پيښې کومې مرګ ژوبلې نه دي درلودلي او نورو دکانونو او ځایونو ته هم اور نه دی غزیدلی .