IQNA

د رهبرۍ لیدتوګې (د دولسم حکومت مشر او کابینې سره لیده کاته )

9:43 - August 02, 2021
د خبر لمبر: 3484484
تهران(ایکنا) -په اسلام کې د مسئولیّتونو منل او سپارل ،په د رستو ټولنیزو ډګرونو کې دخپلو وطنوالو خدمت کول او داجتماعي عدالت دپراختیا او ځاي په ځاي کیدالپاره دی آو مسئولیّت په اسلامي تفکر کې د انسانانو پر اوږو یو ډير دروند امانت دی ،چې باید په ښه او غوره ډول ئې تر مقصده ورسوي .

 دوستانو  د غدیر خم په  میدان کې  د اسلام ګران پیغمبر  حضرت محمد مضطفی(ص) له خوا د اسلامی ټولنې د امام او ولی  په توګه د امیر المومنین علیه السلام د ټاکلو کلیزه ، عیدالاکبر نومول شوې ده . په دغې ورځې  پیغمبر اکرم  د ترټولو پاک او میړني انسان  او په عدالت او انصاف کې تر ټولو بیلګه  کس په منصوبولو سره ،  له پیغمبره وروسته  د امت د  اداره کولو ، د حکومت او د ا مامت  اهمیّت ښکاره کړ او غدیر ته ئې یو ارزښتمن او تل پاتې حیثیّت ورکړ .

دغدیر دنیکمرغه اختر په ورځ  د دولسم حکومت له مشر  او کابینې سره د اسلامي انقلاب دمعظم لارښود وروستۍ کتنه وشوه . په دغې کتنې کې حضرت آیت  ا... العظمی سید علی خامنه اي ددغې سترې ورځې په مناسبت د مبارکۍ په وئيلو سره  دغدیر  اهمیّت یاد کړ او وې فرمائيل ؛ د غدیر پيښه  یوه نه انکاریدونکي  او شک نه کونکي  پيښه ده ، اوس  دتاریخ په اوږدو کې د دنیا په ګوټ ګوټ کې   او په جزیاتو کې ،ځینو لیکوالانو او تاریخ لیکونکو  او د دوي په شان نوروځینو کسانو هڅه کړې ده داسې ځيني شکونه رامینځةکړي ، چې  دوي ټولو ته ځواب وئيل شوی دی . خو  ددغې پيښې په اصل کې او دا چې رسول اکرم بزرګوار(ص) په دغې پيښې کې امیرالمومنین په دې عنوان سره ؛ من کنت مولاه فهذا علی مولاه ؛معرفي کړ ، هیڅ شک نشته او دا د نه انکاریدونکو پيښو یوه برخه ده،نه دا چې  اوس دا مونږ ووایو،دا د اهل تسنن  لویو عالمانو ، لیکوالانو او روڼ اندو وئيلي دي او وائي ، مثلا  دمصر  یو مشهور لیکوال  محمد عبدالغنی حسن چې  د علامه آمینی پر لیکل شوي الغدیر نومې کتاب یو ستایونکی (تقریظنویس )دی ،  هغه څه چې  وائي ( دادي چې )؛ دغدیر په واقعې کې هیڅ شک  نشي کیدلی؛ ( پر دې اساس د غدیر اختر ) یوه مهمه موضوع ده ::::

              د تاریخ په اوږدو کې ډیره هڅه شوې څو  ددغې پيښې په بهیر کې  انحراف رامینځةشي ، خو هغه  حقیقت پال او منصف تاریخ لیکونکي هم کم نه وو چې د انسان راتلونکو نسلونو لپاره ئې  د حقایقو دثبتولو او منتقلولو لپاره  هڅه  کړې ده .  علامه آمینی یو هغه څیړاند دی چې د غدیر پيښه ئې  په  نه انکاریدونکو  سندونو سره  وړاندې کړې ده .حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دې باب فرمائي ؛. مرحوم  علامه امیني  د غدیر روایت   له یوسل لسو اصحابو څخه نقل کوي ، یعني  له باؤري سندونو سره ډير روایتونه شته دي چې یوسل لسو اصحابو ته رسیږي . دا ډير مهم شی دی چې  دومره  د پام وړ اصحابو دغه حدیث او پيښه نقل کړې ده .پردې سربیره،پخپله  د امیر المومنین احتجاجونه  هم  ډيرمهم  دي،یعني امیر المومنین، په هغې صادقې ژبې،ناطق عن ا...بیان سره،په ډيرو موردونو کې د مخالفانو په وړاندې د غدیر د پيښې په باب  احتجاج  کړی دی .په هغو کې یو دا چې  امیر المومنین (ع)په صفیّن کې دخپلو اصحابو لپاره په یوې خطبې کې احتجاج کړی او د غدیر  د واقعې په باب ئې روښانونې کړي او وائي،پیغمبر داسې  ووئيل او داسې ئې قیام وکړ  او داسې ځيني نوره خبرې، وروسته ئې وفرمائيل ؛ قُم  یا علی ؛  علی جان پاڅه ،زه پاڅيدم،زما لاس ئې ونیو او اوچت ئې کړ او وې فرمائيل ؛ چې؛خدا د مونږ ولی دی ،او زه ئې د تاسو ولی  ګرځولی یم  او د هر چا چې زه  ولی او مولا یم ، ، نو دا علی دهغو مولا دی ؛؛؛؛  دا پخپله امام علی  ذکر کوي ....

 عموما هغه انسانان چې  یوازې  دغې فاني دنیا ته ئې فکر وي ، کله  دقدرت ، موقعیّت  او لوړ مقام  په ګدۍ  کیني ، نو    له رامینځةشوو شرائطو  څخه  د استفادې په هڅه کې کیږی  او   کوشش کوي ، د ځان او د خپل راتلونکي لپاره څه ذخیره جوړه کړي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښودد دولسم حکومت   مشر او کابینې ته دستړی مشې  او خدا قوت په وئيلو سره   دخداي لپاره د کار اهمیّت  یاد کړی او   فرمائيلي ئې دي ؛  په دنیا کې معمول دی چې دغه کار ،البته  ددین  او اسلامی فرهنګ په منطق کې  داسې نه ده ، ذخیره ، د آخرت ذخیره کول  دي . امیر امومنین  علیه السلام  مالک اشتر ته په فرمان کې   یو یاددښت   لري  چې مالک اشتر  ته دفرمان په لومړیو کې  چې ا لبته اوږد یاددښت دی ، په هماغو لومړنیو کرښو کې راغلي دي ؛ فَلیَکُنَ اَحَبَ الذُخائرِ اِلیَکَ ذَ خیرَةُ العمَلِ الصّالِح ؛   هغه تر ټولو محبوبه او غوره ذخیره  چې  په دغه ماموریت کې مو تا ته درکړې ، که  ئې وغواړې ځان ته ئې برابره کړې ، نو  د صالح عمل ذخیره  ده، یعني  که ښه کار  وکړه او صالح عمل وکړه ، د خداي لپاره کار وکړه ، هڅه وکړه دغه ذخیره  وساتې ، خداي متعال  دا د تا لپاره ساتي  او ستا لپاره محفوظه وي . اصل موضوع دا ده ، دې ته باید توجه وشي . هغه که زه وم او که زما په شان نور ،   که پوهه شو او که نه  او مننه وکړو او که نه ،  هغه څوک چې  د خداي لپاره ئې کار کړی ، صالح کار ئې کړی دی ، نو دهغه لپاره دا ذخیره محفوظه ده ::::

              په اسلام کې د مسئولیّتونو منل او سپارل ،په د رستو ټولنیزو ډګرونو کې  دخپلو وطنوالو  خدمت کول او  داجتماعي  عدالت دپراختیا او ځاي په ځاي کیدالپاره  دی آو  مسئولیّت  په اسلامي تفکر کې د انسانانو پر اوږو  یو ډير دروند امانت دی ،چې باید  په ښه  او غوره ډول ئې تر مقصده ورسوي .د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له نظره ،دخدمت  فرصت یو نعمت دی؛ ډير انسانان  شته  دي چې  غواړي ،  دخلکو خدمت وکړي ، خو  شرائط ئې نه لري، په تیره بیا د ایران د انقلابی ولس لپاره ، چې  ډيره هڅه او مجاهدت ئې کړی دی  او د خپل اسلامی انقلاب د ساتلو لپاره ئې  له  خپل ژوند او مال او هرڅه  څخه هیڅ ډډه نه ده کړې ، خدمت کول یوه ډیره ارزښتمنه او مهمه چاره ده .  حضرت آیت ا... ا لعظمی سید علی خامنه اي  د حکومت دکابینې غړو ته په خطاب کې وفرمائيل ؛ تاسو چې  یو اغیزشیندونکی ځاي مو پيدا کړی ، باید په قدر ئې پوهه شئ ، دا ډیر لوي نعمت دی  چې خداي تاسو ته درکړی دی  او  هر یو نعمت  هم شکر  لري ، شکر ئې دا دی چې  په دغه فرصت ې   دخداي لپاره  له خپل ټول توانه استفاده  وکړئ ،  محض د خداي د رضا لپاره ، ، د مونږ په هیواد کې  د مونږ په ټولنې کې  د پر وردګار  د امر د اجرا لپاره ، د اسلامی انقلاب د موخو د پرمخ بیولو لپاره ،  اصل اساس دا دی ؛

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د دولسم حکومت  کړچار ته په یوې  کلي کتنې کې ،  د دوي اقدامات ، د راتلونکو لپاره  یوه تجروبه بللې او وئيلي ئې دي ؛ دغه تجروبه په لویدیځوالو  بې اعتمادي ده ،راتلونکي باید له دغې تجروبې استفاده وکړي ، په دغه حکومت کې معلومه شوه ، چې  په لویدیځ اعتماد  هیڅ ځواب نه ورکوي  او هیڅ ګټه نه لري ،له مونږ سره مرسته نه کوي  او هر چرته چې  ګوزار کولی شي ، نو هیڅ ډډه ئې نه د ه کړې ، هغه ځاي کې چې  ګوزار   نه کوي ،نو دا هغه ځاي دی چې  وس ئې نه لري ، هرچرته چې  ا مکان لري ، نو ګوزار کوي  او کړی ئې دی ،دا یوه ډيره مهمه تجروبه ده . مطلقا باید  داخلی پروګرامونه او پلانونې،د لویدیځ ملګرتیا  ته ونه ځنډول او اړونده نشي، ځکه چې په چورلټ ډول ماته خوري،پریکنده  تاوان کوي ، تاسو هم هرچرته چې  خپل کارونه مو اړونده کړي دي،د لویدیځ  له ملګرتیا سره ،نو پاتې راغلي یاست ؛هر ځاي کې  چې  په لویدیځ  باندې له اعتماد پرته  مو  ګام  پورته کړی دی ،او حرکت مو کړی دی ، نو بریالي شوی یاست :::

  درهبرۍ په نظر کې،دښمن دښمن دی  او دښمني کوي،هرچرته چې انسان پرې سترګې پټې کړي،او پخپله روان شي،او له نورو رودو استفاده وکړي، نو د شخصي او اجتماعي ژوند اومدیریّت لپاره به  ډول ډول لارې وویني  .که  دا سې حرکت وشي،نو حتما پرمختګ به وشي ، د وي په دې اړه  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د ویانا خبرواترو ته اشاره کړې او فرمائيلي ئې دي ،په همدغو مذاکراتو کې چې  په همداوروستیو کې  روانې وې ،نو ګوره مونږ  ډيپلوماټانو دومره زیاتې هلې ځلې وکړې زحمتونه ئې وکړل ،واقعا زمونږ ځينو ډيپلوماټانو په دغې پيښې کې ډير ښه عمل وکړ او ښه ظاهر شول،نو امریکایان پخپل غلیمانه دریځ باندې محکم ودریدل  او یو ګام هم مخکې نه شول او هیڅ اقدام ئې ونه کړ،پرکاغذ او یا هم په خولې دژمنې  تر حده وائي، هو!  مونږ بندیزونه  لیرې کوو ،خو  لیرې ئې نه کړل   او نه به ئې لیرې کړي،شرط هم کیږدي ،وائي که غواړئ بندیزونه  لیرې شي،نو باید اوس په همدې موافقې کې  یوه جمله ورزیاته کړئ چې داجمله په دې معنا شي،چې وروسته باید له تاسو سره په دې موضوعګانو بحث وکړو او موافقه وکړو؛که  دغه جمله ورزیاته نه شي ، نو مونږ  به له یوه بل سره له همدااوسه  هیڅ موافقه ونه کړو ، نو دا جمله څه ده .؟ دا جمله یوه پلمه ده  د وروسته لاسوهنو لپاره ::::::: 

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  په دې خبرې په ټينګار سره چې  په دغې رودې سره ، او  په دغو بشپړ ناځوانمردانه  او له خباثته په ډک سیاست سره  چلند کوي  او  په دې   هیڅ هم نه شرمیږي،هغه څه  چې ژمنه ئې وکړي، خلاف ورزي ئې کوي ، وفرمائيل ؛ دا  زمونږ دوستانو ته  او ډيپلوماټانو ته اوس  په ډاګه  وائي چې مونږ ضمانت نه ورکوو  چې خلاف ورزي به ونه کړو ، مونږ دغه شان کومه فیصله نه شو کولی . دوي داسې دي ،دا یوه تجروبه ده ،د راتلونکي حکومت لپاره،راتلونکو چارواکو او چاروالو لپاره،په ډګر کې د فعالو کسانو لپاره،په سیاسی ډګرکې فعال کسان،ممکنه ده،څوک د حکومتي مسئولیّتونو برخه  هم نه شي،خو په سیاسی ډګرکې فعال وي، باید تل دا په نظر کې ولرل شي ، دا ډیره  مهمه تجروبه ده ، چې مونږ  په دغه حکومت کې  اوپه تیرو وختونو کې مو کړې ده،البته په دغه حکومت کې مو لازیاته تجروبه ترلاسه کړه او ډير پوهه شوو .

 حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  په پاي کې هیله وښودله  چې  ان شا ا...خداوندمتعال  ټولو وروڼو او خویندو او دوستانو سره مرسته وکړي  او توفیق ورکړي، چې هرچرته  چې دي، پخپلو دیني او انقلابی دندون عمل وکړائ شي ، ان شاا...

 

captcha