ایکناخبری آژانس د الوفد انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ د مصر د اوقافو وزیر محمد مختار جمعه وئيلی دي ، تاکل شوې ده دغه سیالۍ د ۲۰۲۱کال ددسمبر له یولسمې تر پنځلسمې نیټې پورې ترسره شي .
د مصر د اوقافو وزیر وئيلي دي ،ددغو سیالیو لومړنۍ څانګه،د خوئيندو و وروڼو لپاره له ترتیل سره یو ځاي دعرب ژبو لپاره له تجوید او دمفاهیمو له درک سره د ټول قرآن حفظول دي ، په دې شرط چې دګډون کونکو عمر له پنځه دیرش کلونو زیات نه وي .
دوهمه څانګه هم دغیر عرب ژبو سړیو او میرمنو لپاره له تجوید سره یوځاي د ټول قرآن حفظ کول دي، په دې شرط چې دګډون کونکو عمر له دیرشو کلونو زیات نه وي .
ددغو سیالیو دریمه څانګه هم یوازې دخاصو اړتیاؤ لرونکو مصریانو لپاره د قرآن کریم حفظ کول دي ، په دې شرط چې د ګډون کونکو عمر له دیرشو کلونو زیات نه وي .
ددغو سیالیو څلورمه برخه هم یوازې دمصري ځوانانو لپاره ده او له تجوید سره یو خاي د ټول قرآن کریم حفظ کول دي ، په دې شرط چې د ګډون کونکو عمرونه له دولسو کلونو زیات نه وي
د مصر د اوقافو او دیني چارووزیر همداراز د هغه تر ټولو ښه ګډون کونکي لپاره هم چې په کومې څانګې کې ئې مشخص مقام نه وي ګټلی ،،یو لک څلویښت زره پونډه په نظر کې نیولي دي ، په دې شرط چې ګډون کونکي د سیالۍ لږترلږه پنځه اویا فی صدي امتیاز ګټلی وي .