IQNA

د فلسطین د خبریالې د جنازې مراسم تاوتریخجن شول

تهران(ایکنا)-په بیت المقدس شرقي کښې د فلسطین د شهیدې خبریالې میرمن ابو عاقله د جنازې مراسم

د صهیونیسټ پوځیانو په یرغل سره تاوتریخجن شول .

د فلسطین د نیواکګر رژیم پوځیانو په زرګونو ویرجنو فلسطینیانو باندې د اوښلنو ګازونو په شیندلو او د جنګي ګولو په ویشتلو سره په لسګونو فلسطینیان ژوبل کړل  او هغوې یې ونیول .

د اسرائیلو عسکرو د قطر د الجزیرې ټيلي ویژن خبریاله میرمن شیرین ابو عاقله چې یوپنځوس کلنه وه د غواي د میاشتې په ۲۱ نیټه د اردن سین په لویدیځې غاړې کښې د جنین د کډوالو په کیمپ باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د حملې د پوښښ په وخت د اسرائیلو عسکرو په سر باندې ډزو وویشتله .

دغه شهیدې خبریالې د شهادت په وخت په کامل ډول د خبریالانو لباس اچولی و.