IQNA

د پیښو په مقابل کې د اسلامی ایران د سرلوړۍ راز مقاومت او له دښمنانو نه ویریدل دی

15:46 - June 28, 2022
د خبر لمبر: 3485933
ایکنا- (تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران د قضایه قوې له مشر  او مسئولانو سره په کتنې کې په ټولنو کې د نه بدلیدونکو الهي سنتونو په بیانولوسره وفرمائيل د ۱۳۶۰لمریز کال د تراخو  او لویو پيښو په وړاندې د اسلامی جمهوری نظام  او د ایران د ملت حیرانونکي کامیابي او سرلوړي ، مقاومت ، هڅه او له دښمنانو نه ویریدل وو . 

 د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  نن سهار د قضاییه قوې له مشر،مسولانو او کارکونکو سره په کتنې کې د دښمنانو په وړاندی د دریدا نتیجه بریالیتوب او پرمختګ وباله .

د رهبرۍ ستر مقام د خدای د دین ملګرتیا د نتیجې په اړه په قران کریم کې الهی قوانینو او دودونو بیلګو او یا د خدای تعالی د نعمتونو د کفران نتیجې ته اشاره وکړه او ویې فرمایل قران کریم له الهی دودونو سره اړونده مضامینو ډک دې او د هغو جمع بندي دا ده  چی که ټولنې د دښمنانو په وړاندې ودریږی او په خدای په توکل سره په خپلو دندو عمل وکړي ، نو د هغه نتیجه بریالیتوب او پرمختګ دې خو که د اختلاف ، ارام غوښتنې او سستۍ ښکار شی نونتیجه به یې ماته وی .

 د اسلامي انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې د ځینو داخلی کمښتونو او کمزوریو په دلیل په ځینو وختونو کې ددښمن خوشحالیدا ته په اشاری سره جوته کړه ،هم په ۱۳۶۰  لمریز کال کې او هم له هغه په وروسته څلورو لسیزو کې دښمن په ځینو موردونو کې هیله من شوی او دا فکر یې کړی دی چی د  اسلامی نظام او انقلاب ټغر په ټولیدو دې ،خو دغه هیله په ناهیلۍ بدله شوي  او د هغوي  مشکل دا دی  چی د دغې ناهیلۍ په راز نه پوهیږي .

د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ  دښمن نه پوهیږی چی په دغه دنیا کی له سیاسی اندازو پرته نورې اندازې هم شته دي چی هماغه الهی دود دي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغې کتنې کې ، د شهید آیت الله بهشتي او د چنګاښ د اومې نیټې د نورو شهیدانو د یاد او خاطرې په درنښت سره ،  د تپلي جنګ سخت وضعیّت او په جنوب او لویدیځ کې  څو سترو ښارونو تر نزدې پورې د صدام رژيم د ځواکونو پرمختګ ته اشاره وکړه او  وې فرمائيل؛ د جنګ په ډيرو سختو شرائطو کې ، په تهران کې هم منافقینو  عملا داخلي جنګ ته مخه کړې وه او له سیاسی نظره هم د چنګاښ دمیاشتې  له اوه مې نیټې څو ورځې مخکې پارلیمان،د لوسمشر سیاسی نالایقتوب ته رایه ورکړې وه  او هیواد ولسمشر نه درلود. به  دغه شان شرائطو کې د شهید بهشتي په شان کلکه اډاڼۍ  هم له اسلامی نظام او ا نقلابه  واخستل شوه .دوي همداراز  له دغې پيښې دوه میاشتې مخکې  د هیواد  د ولسمشر او لومړي وزیر شهادت او له دغه شهادته وروسته  په یوې هوائي پيښې کې د جنګ د یو شمیر لوړپوړو قوماندانانو شهات ته اشاره وکړه او وې وئيل ،  نوی نسل او ځوانان له دغو پيښو خبر نه دي ، او باید دغه  دغه موضوعګانې مطالعه کړي او په دقت سره ورباندې فکر وکړي ، کوم  حکومت او هیواد شته چې ددغه شان تراخو او وحشتناکو پيښو په وړاندې ودریږي ؟  ددغه شان ټولو پيښو په وړاندې  د ټولو په سر کې   ارواښاد  امام  لکه د دماوند دلوړ غرۀ په شان کلک ودرید او زړه سواندي مسئولان او  انقلابی ولس او ځوانان هم  ورسره ودریدل  او وتوانیدل ، د هیواد شرائط په یو سل اتیا درجې تر حده بدل کړي ، داسې چې ، په یوې بلې پسې  ناکامۍ ئې په دوامدارو بریالیتوبونو بدلې کړې ،منافقین له واټونو  وتښتیدل ، پوځ اوسپاه پاسداران لاپیاوړي شول او  هیواد  عادي شرائطو ته وګرځيد.

داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز  د قضایه قوې له داخلی فساد سره  د مبارزې د لومړیتوب  په باب د قضایه قوې د مشر  د وینا په تائيدولو سره  ووئيل، زیاتره قاضیان ، ډیر شریف ، پاک لمنه ، نجیب ، مومن او زیارکښ دي ،خو په ګوته شمیر فساد ګر کسان  چې د نورو کار او عزت ته تاوان رسوي ،باید ورسره سخت او جدي چلند وشي ، البته  له فساد سره دمبارزې په مقولې کې ، اصلي کار ،  د فساد رامینځةکونکو  جوړښتونو سره مقابله او ددغه شان جوړښتونو له مینځه وړل دي .دعمومی  حقوقو په حوزې کې پر نورو سربیره لوي څارنوال ځيني دندې لري ، چې باید په بشپړ څارنې سره او البته له احساساتو او ظاهري شعارونو لیرې ، د عامه حقوقو  د ضائع کیدا مخنیوی  وکړي .

ددغې کتنې په پیل کې د قضایه قوې مشر  حجةالاسلام محسن اژه ای د قضایه قوې یو بشپړ راپور وړاندې  کړ او له نورو قواؤسره د تعامل په پياوړتیا او  د خلکو له مختلفو پرګنو سره  پر لازیات ارتباط،دقضائي بدلون د سند د تحقق لپاره په هڅې، دقضائي خدماتو د سمارټ کونې او له ماډرن ټیکنالوجیو  څخه په استفادې کې په لور نیونې ،له تولیدڅخه په ملاتړ او دهغود خنډونو په لیرې کونې ،په محرومو او وروسته پاتې سیمو کې د ځينو قضائي خدماتو پر وړیا وړاندې کونې، له فساد سره په تیره بیا د قضایه قوې په داخل کې په جدي مبارزې  او په عمومي افکارو کې پر اهمیّت لرونکو او کثیرالشاکي   دوسیو  ته په لومړیتوب ورکونې باندې  په ټینګار سره  پر لازم الاجرا مصوبو  او قوانینو پر جدي اجرا او د څارنو په سختولو  او جدي تعقیبونې ټينګار وکړ .

https://iqna.ir/fa/news/4067211/راز-سر

captcha