IQNA

د پاکستان مشران دې د افغانستان په ضدله منفي پروپيګنډو لاس واخلي

16:40 - September 25, 2022
د خبر لمبر: 3486265
ایکنا-(تهران) د افغانستان پخواني حامد کرزي په عین حال کې ووئيل کلونه کلونه کیږي،چې افغانستان دترهه ګرۍ یو اصلی قرباني دی او دغه راز ټول پوهیږي چې له کلونو راهسې د ترهه ګرو ډلوټپلو ځالې په کوم هیواد کې دي  او حکومت ورڅخه په مستقیم ډول ملاتړ کوي.

ایکناخبری آژانس دتسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د پاکستان د لومړي وزیر شهبازشریف په وروستیو څرګندونو په سختو نیوکوسره چې وئيلی ئې دي،د افغانستان له خاورې دترهه ګرو ډلو دګواښ په باب له نړیوالې ټولنې سره دمونږ اندیښنه مشترکه ده ،ووئیل،له کلونو راهیسې ترهګرې ډلې په پاکستان کې مېشتې دي.

 حامد کرزي د  افغانستان په ضد د پاکستان د لومړي وزیر د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې ووئیل،د اسلام اباد حکومت دې د افغانستان په ضد له منفي پروپيګنډو لاس واخلي او دښو اړیکو د ټينګولو لپاره دې هڅه وکړي.حامد کرزي په عین حال کې ووئيل کلونه کلونه کیږي،چې افغانستان دترهه ګرۍ یو اصلی قرباني دی او دغه راز ټول پوهیږي چې له کلونو راهسې د ترهه ګرو ډلوټپلو ځالې په کوم هیواد کې دي  او حکومت ورڅخه په مستقیم ډول ملاتړ کوي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/07/03/2778744/

captcha