ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزئپرون په کابل کې په یولړ دستورو کې په تیرو څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د منلو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت په قدرونې سره ووئیل ، افغانان هیرونکي نه دي اود افغان کډ،الو دمیلمه پالنې په خاطر به په مناسب وخت کې د خپلوګاونډیانوپه تیره بیا د ایر او پاکستان دنیکیّو جایزه وکرړي.
ستانکزئ په عین حال کې خپل هیواد ته د افغان کډوالو دستنیدا پر ضرورت ټينګار وکړ.
د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د خلکو په کوربتوب کې هیڅ کمئ نه دی پریښی او دمګړۍ هم د دغه هیواد دکابو پنځو میلیونو کډوالو کوربه دی .پاکستان هم کابو درې میلیون افغان کډوال لري.
له کابو څلور لسیزې مخکې څخه د شوروي دسرۀپوځ په لاس د افغانستان له نیواک او همداراز د له ۲۰۰۱کال راهسې د امریکا په نیواک سره ، د افغانستان په میلیونونو خلک کډه په سر شوي او په مختلفو هیوادونو کې ژوند کوي.امریکائي نیواکګرپوځيان د افغانستان د اقتصادی او روغتیائی بیخ بینائيو له تباه کولو او بې شمیره جنایتونو وروسته ، په نهایت کې د ۲۰۲۱کال په اګست آخر کې له دغه هیواده په بې شرمۍ سره ووتل.