IQNA

وروستۍبلواوې او ترینګلتیاوې،د امریکا او د غاصب او جعلی صهیونیسټي رژيم پلان ؤ

15:47 - October 03, 2022
د خبر لمبر: 3486281
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود،د وسلوال پوځ دپوهنتوني محصیلینو د فارغ التحصیلۍ په ګډو دستورو کې ټينګار وکړ، بلواوې او ناکرارئ،د امریکا او دغاصب او جعلی صهیونیسټي رژيم پلان ؤ او  ددوي پيّلو تالی څټو او په بهر کې ځينو ایرانیو خاینانو ورسره مرسته وکړه.

ایکناخبری آژانس د رهبرۍ د دفتر له قوله راپور راکړ،د  اسلامی انقلاب ستر لارښود او د درستو قواؤ لوی قوماندان حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د پوځ د ملیټري پوهنتونونو د فارغ التحصیلو په ګډو دستورو کې  پخپلې مهمې وینا کې وروستیو پيښو ته په اشارې سره ټينګار وکړ، دایران ملت په دغې پيښې کې هم د نورو پیښو په شان په بشپړ ډ ول پياوړی ظاهر شو  او په راتلونکي کې به هم همدغه شان وي  او په راتلونکي کې  هرچرته چې  دښمنان وغواړي ، کوم خار پار واچوي، دا چې  له هرچابه مخکې  کلک ودریږي ،د ایران مومن او شجاع ملت دی.

  دوي د ایران ملت د خپل مولاحضرت امیر المومنین علی علیه السلام په شان یو مظلوم ملت  او په عین حال کې پياوړی وبالۀ او وې فرمائيل؛په  هغې پيښې کې چې رامینځةشوي ، یوه پيغله جینۍ وفات شوه چې د مونږ ټولو زړونه ئې وسوځول،خو  په دغې پيښې  غبرګون چې بې تحقیقه او بې له دې چې یو مسلم امَر  وجود ولرل شي، یو شمیر راوځي واټونو ته  او ناکراري جوړوي، قرآن کریم ته اور اچوي، د سترمنو میرمنو له سره څادرلیرې کوي،جومات او  امامباړه او دخلکو ګاډو ته اورونه اچوي ،یو عادي اوطبیعي غبرګون نه ؤ.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په دې خبرې په ټينګار سره دغه بلواوې پلان شوي وې ، ووئيل؛ که  ددغې پيغلې جینۍ قضیه  هم نه وائ، نو یوه بله پلمه  ئې رامینځةکوله څو سږکال د تلې یا میزان د میاشتې په لومړۍ نیټه  په  هیواد کې ناکراري او بلواوې رامینځةکړي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ټينګار وکړ، په  دنیا کې ډیرې بلواوې رامینځةکیږي  او په اروپا په تیره بیا په فرانسې او پاریس کې وخت په وخت یو ځل  اږده بلوا رامینځةکیږي.

دوي همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې دیوې پیغلي جینۍ  د رحلت په باب د امریکایانو  افسوس کول دروغ دي ، او دوي د ظاهر په اپوټه، د یوې پیښې  او غمیزې د رامینځةکولو لپاره ددغې پلمې لاس ته په راوړوسره خوشال دي ،ووئيل؛په هیواد کې د درو واړو قواؤ مسئولانو افسوس کړی دی او قضایه قوې ژمنه کړې ده  چې موضوع تر نهایت پورې تعقیبوي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د بندیزونو د شنډولو لپاره د هیواد دتوانمنیو او پوه بنسټه شرکتونو او دتولید دبرخې د فعاله کیدا او د ځينو پخوانیو غوټو د پرانیستولپاره هڅو او په درستو برخو کې د هیواد د پرمختګ چټک کیدا ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،دوي نه غواړي،په هیواد کې دغه پرمختګونه وشي او ددغه حرکت د دریدا په خاطر،د پوهنتونونو دتړل کیدا لپاره او د واټیزو ناکراریو په خاطر او د هیواد په جنوب ختیځ او شمال لویدیځ کې د په نوو مسئلو د مسوئلانو بوختول  ئې پلان کړي دي.

دوي په دې خبرې په ټينګار سره چې  دښمن د هیواد په جنوب ختیځ او دشمال لویدیځ په باب پخپلو محاسباتو کې تیروتنی دی ووئيل،ما په بلوچ قوم کې ژوند تیر کړی دی  او دوي دزړه له کومې  اسلامی جمهوری نظام سره وفادار دي،کرد قوم  هم د ایران یو ترټولو پرمختللی او له وطن ،اسلام او نظام سره ګروهمن  او مینه لرونکی قوم  دی، پر دې اساس به د دښمنانو په دسیسو  ونه غولیږي.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز ووئيل،  دښمنانو پلانونې او اقدامات د دوي د باطن ښودنه کوي،هماغه دښمن چې د ډيپلوماسۍ په ژبه وائي ، په ایران دیرغلونو نیّت  او د نظام د بدلولو او ددښمنۍ نیّت نه لري،داسې باطن لری  او د بلواؤ د ر امینځةکولو،د هیواد  امنیت د نابودلو  او د هغو کسانو د احساساتو  په لمسونو پسې دي چې  ممکنه ده له ځينو احساساتو سره ولمسیږي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې  امریکایوازې د اسلامی جمهوری نظام مخالفه  نه ده او له پیاوړي او خپلواکه ایران سره هم مخالفه ده ،ووئيل؛ دوی  دپهلوي پړاؤ په ایران پسې دی چې  هماغه د   هغوي د اوامرو مطیعه د شیدو غوا په شان وي.

دوي وفرمائيل؛هغه ډير کسان چې بشپړ ستر نه لری،د  اسلامی جمهوری نظام جدی او کلک پلویان دي  او په مختلفو دستورو کې ګډون کوي،اصل جنګ  او بحث د ایران د اسلامی جمهوریت د خپلواکۍ ،کلک مقاومت پياوړتیا  او د اقتدار په سر دی .  د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ، البته ځيني هغه کسان چې واټونو ته راوځي، د منافقانو، بیلتون غواړو ،سلطنت غواړو او د کرکیجنو سواکیانو په شان  له اسلامی جمهوری نظامه  د ګوزار خوړونکو  عناصرو پاتې  کسان دي چې  قضایه قوه  باید د واټونو امنیت ته د تاوان رسولو  او په ورانکاریو کې د ګډون په دلیل د دوي سزا وټاکي او محاکمه دې کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4089411/%D8%A

captcha