د قرانی چارو ډله: محمدحسين محمدزاده نن په پرس كانفرنس كښې د اسلامی او قرانی ریډوانو دويمه ناسته د كب د مياشتې له 7 تر 9 نیټې د آيتالله العظمی جعفر سبحانی د علمی مقام د درناوی او د "قران د بيدارۍ كتاب" په غږ سره په تهران كښې د ترسره كيدو په هكله خبر وركړ.
21:27 , 2012 Nov 12
سياسی ډله: د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی رامين مهمان پرست پرون د ايكنا خبری اژانس تحريريه برخې ته راغی او د اسلامی نړۍ د لومړنی له ټولو لوی قرانی خبری اژانس ليدنه یې وكړه.
21:18 , 2012 Nov 07
د قرانی چارو ډله: د پوهنتون د كلتوری جهاد مرستيال د پيغمبر(ص) له ژونده د مسلمانانو نمونې اخستلو اهميت ته په پام وويل: د پوهنتون په ټول جهاد كښې كلتوری كار اصلی دی او كلتوری كار اصلی ستنه د قران او اهلبيتو(ع) او رهبرۍ د لوړ مقام د اسلامی زده كړو پيروی كول دی.
22:49 , 2012 Nov 06
سياسی ډله: يوه علمی ناسته ""په لويدیځ كښې له ايرانه ويريدل، سببونه، غرضونه او مقصودونه" د چهارشنبې په ورځ د كلتور، هنر او ارتباطاتو په څیړنځای كښې ترسره كیږی.
22:02 , 2012 Nov 05
د ادب ډله: د عرفې په ورځې د امام حسين(ع) د عرفې دعا د داغستان د اهلبيتو(ع) د څیړونكی مركز له خوا د ايران د كلتوری مركز په مرسته په روسۍ ژبه وژباړل شوه او خپره شوه.
22:33 , 2012 Oct 29
د ادب ډله: د حجت الاسلام سيد محمد نجفی يزدی په قلم ليكل شوی ((د امام رضا (ع) ژوند ته يوه لنډه كتنه)) نومې كتاب د هندی ترجمې مخكتنه د هندد لكهنؤ ښار په محمد علی شاه امامباړه كښې وشوه.
20:36 , 2012 Oct 04
د روغتيا ډله: د ايران د خيرښیګړې د سازمان كلتوری مدير ووئيل: د ټولنې د روانی سلامتيا په رامينځته كولو او لوړولو كښې د زيارت د رول په هكله علمی سمپوزيم تر راتلونكو دوو مياشتو پورې په تهران كښې ترسره كیږی.
21:38 , 2012 Oct 01
سياسی ډله: د اسلامی مذهبونو د تقريب د نړيوالې غونډې مشر وويل: د تاريخ په اوږدو كښې د قران مجيد د مسلمانانو په وحدت باندې ټينګار د دې خبرې ښوونه كوی چې اسلامی امت كه ه هم د وخت، ځای او رنګ اختلاف ولری خو بيا هم يوه پيژندګلو لری.
22:46 , 2012 Sep 30
ټولنيزه ډله: داسلام له ګران پيغمبر حضرت محمد ص او دهغه له اهل بيت عليه السلام سره مينه دومره په زړونو كښې څپې و هی چې دهرې پرګنې خلك دې اړ كوی چې ددغو سترو شخصيتونوله نورانی څيرو سره خپل ارادت څرګند كړی .
12:47 , 2012 Sep 28
د تفكر ډله: د تلی د مياشتې لومړنۍ نیټه "د اوسنی دين فلسفه" كانفرنس د مقالو لیږلو اخرنۍ نیټه اعلان شوه چې د ليندې د مياشتې په دريمې او څلورمې نیټې په تهران كښې ترسره كیږی.
21:19 , 2012 Sep 25
د هنر ډله: د ايران د سينيمائی سازمان رئيس د ٢٠١٣ كال په آسكر كښې د ايران د سينما د نماينده د انتخابولو د هيئت غړو او د «يه حبه قند» نومی فلم كاروكونكو ته په يو پيغام كښې د آسكر د بائيكاټولو غوښتنه وكړه.
22:03 , 2012 Sep 24
نړيواله ډله: د اسلامی فېلمونو څلورم بازار د ايران د اسلامی شورا د جرګې د مشر علی لاريجانی په شتون سره نن ماسپښين د تلې د مياشتې په دويمه نېټه د اسلامی ايران د رېډيو او ټيلی ويژن د نړيوالو غونډو په مركز كښې افتتاح شو.
22:24 , 2012 Sep 23