د كلتور او هنر ډله: د LAMP FALL رېډيو او ټيلی ويژنی چېنل مشر ((عليون چيون)) په سېنیګال كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز له سرپرست سره په كتنه كښې وويل: په سېنیګال كښې د حضرت يوسف له سريال څخه هركلے د پام وړ دے.
22:32 , 2012 Apr 23
د علم او تفكر ډله: ((په مېنځنی ختیځ كښې د اسلامی – مسيحی ګډو زمينو څېړنه)) تر عنوان لاندې د جرمنی د دينی مشرانو او متفكرانو دينی غونډه نن د غوی د مياشتې په څلورمه نېټه د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د دينونو او تمدنونو د خبراترو د مركز لخوا د دغه تنظيم په دفتر كښې كیږی.
22:31 , 2012 Apr 23
بين المللی ډله: په اروپا كښې د محراب د وړومبی شهيد حجت الاسلام والمسلمين عبدالله دحدوح د شهادت د څلویښتمې ورځې مراسم په فرانسه كښې ترسره شول.
20:44 , 2012 Apr 23
د تفكر او علم ډله: د جارجيا د جمعيت اهل‌البيت(ع) لخوا د جمعی په ورځ مسلمانانو بيا په تيره شيعه ؤ د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د ګرانې لور بی بی فاطمه زهراء د شهادت مراسم تر سره كړل.
17:23 , 2012 Apr 23
د كلتور او هنر ډله: د «د كامياب واده راز او سلامته كورنۍ د اسلام له نظره» په عنوان سره د ښځو ښوونيزه دوره پرون د اپريل د مياشتې په دوه ويشتمه نیټه د قرقيزستان په پوهنتون كې شورو شوه او تر اوس مهال روانه ده.
17:22 , 2012 Apr 23
د علم او تفكر ډله: د ښاغلی اسد حيدرې ليكلې كتاب "الامام الصادق﴿ع﴾ و المذاہب الاربعة" نومې كتاب د لومړيو دو ټوكونو ترجمه له عربی ژبې په ارونډایې ژبه كې وشوه دا ترجمه د اهل بيتو نړيوالې غونډې په كوششونو سره چاپ شوه.
17:21 , 2012 Apr 23
د سلامتيا ډله: د قران، حديث او طب د علومو د تحقيقاتو د مركز مشر وويل: پكار دی اعتراف وكړو چې په اوسنۍ زمانه كښې د اسلامی طب متعلق مناسب او غوره كوششونه نۀ دی شوی چې د طبی- اسلامی انسائېكلوپېډيا د تدوين د طرحې مقصد دا دے چې د دې نيمګړتيا د لرې كولو په اړه له موجودو ټولو ظرفيتونو څخه په ګټې اوچتولو سره په غوره توګه اقدام وكړی.
22:46 , 2012 Apr 22
سياسی او ټولنيزه ډله: قزاقستان جمهوريت د تيرې پنجشنبې په ورځ په د حلال محصولاتو د توليد د ګډو كارخانو د جوړولو په لړ كښې د ملائيشيا سره د همكارۍ لپاره خپل چمتووالے په رسمی توګه اعلان كړ.
20:54 , 2012 Apr 22
د كلتور او هنر ډله: د پاكستان د سندهـ صوبې د ادبياتو اكیډمی مشر سره د ايران د كراچۍ ښار د خانه فرهنګ مشر ښاغلی مهدی خطيب په كتنې كې دا ټينګار وشو چې بايد د ايران ا و د سندهـ صوبې كلتوری روابط پراخې شی.
16:34 , 2012 Apr 22
د هنر او كلتور ډله: په روالپنډۍ كې د ايران خانه فرهنګ د پیښاور ښار د ښځو كالج كې د ايران شناسۍ څانګه پرانسته او هدف یې د ايرانی كلتور تعارف او پيژنګلو بيان شوی ده.
16:34 , 2012 Apr 22
د علم اوتفكر ډله: د اپريل په نولسمې نیټی د زاګرب جومات د افتتاح د پينځه ويشتمې كليزې مراسمو په وخت د دې ښار په اسلامی مركز كې د "په يورپ كې اسلام، مقام او تمې" په عنوان سره اتلسم كانفرنس پيل شو
16:33 , 2012 Apr 22
د سلامت ډله: د ايران د خوراكی او درملی تنظيم مشر د اسلامی هېوادونو ترمېنځ د روغتيا، درمان او طبی زدكړو د وزارت د حلالو تحقيقاتو د وړومبنی مركز له جوړېدو څخه څخه خبر وركړ او وې ويل: د دغه مركز فعاليتونه د سږ كال په وړومبيو شپږو مياشتو كښې په قطعی توګه اجرا كیږی.
22:14 , 2012 Apr 21