قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د iuvmp نه په نقل، د فلسطين د ازادي غوښتونکي تنظيم يو نامتو چارواکي له مېرمن بهيه حريري سره خپلې وروستۍ کتنې ته په اشارې سره وويل: مېرمن حريري وويل: د حريري د استعفا د واقعې له وړومبنۍ شېبې څخه د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله له دغې مسئلې سره مخالتف کړے دے.
د دغه فلسطيني چارواکي د وېنا له مخې مېرمن بهيه حريري همدارنګ تاکيد وکړه چې په خاصه توګه له سعودي څخه د حريري د ستنېدو په وخت د سيد حسن نصرالله موقف د انساني وفادارۍ له اصولو او له سترو ملي ذمه واريو څخه دے چې سيد حسن نصرالله دغه ټول صفات لري.
مېرمن بهيه حريري همدارنګ ويلي دي چې د سيد حسن نصرالله او د لبنان د ولسمشر مېشل عون او همدارنګ د دغه هېواد د پارلېمان د مشر نبيه بري دريځونه او له حريري څخه په ملاتړ کښې وو او دغه دريځونه لبنان ته د هغه د چټکه ستېدو د هغه د څنګته کولو لپاره د پلانونو د ناکامېدو سبب شول.