د ایکنا راپور له مخې، د فلسطین د اطلاع رسولو مرکز نه په نقل، استفان دو ګریګ د زیارت په ماښام په خپلو خبرو کښې د ملګرې ملتونو دفتر چې په نیویارک کښې دي څرګنده کړه چې د غزه پټۍ د لارې بندیز، د فلسطینی (آنروا) کډوالو لپاره مرسته لېږل او مالي مرستې کمتیا او د فلسطین ملي سولې ناکامي په دغه سیمه کښې د انساني درې اصلي دلیلونه دي.
سره د دې چې د حماس او فتح تحریکونو د تېر کال په ۱۲ اکتوبر د ملي سولې تړون په قاهره کښې لاسلیک کړې وو او د هغې له مخې د غزه پټۍ چارې ملي حکومت ته سپارلې شوې وې خو ولی بیا هم تراوسه دغه تړون د اجرا مرحلې ته نه دې رسېدلې او د فلسطین ملي سوله محقق شوي نه ده.
له بل طرفه د امریکې حکومت هم تېره میاشته له نیمې نه زیات د آنزوا ځانګړې مالي مرستې کمې کړې او دا مسئله هم د دغه ځای مېشته کورنو په حالاتو باندې تاثیر لري.
یادښتونه: له دو ملیونو نه زیات کسان په غزه پټۍ کښې له ۱۲ کالو رسې په محاصره کښې دي، چې سختو او ترټولو بد حالاتو سره مخامخ دی او اوس دا سیمه له دغه لارو بندیز سره به یو ستر زندان کښې بدله شوې ده او ورځ تر ورځه د نور زیات بحران شاهده به شي.
http://iqna.ir/fa/news/3692032