د ایکنا راپور له مخې، د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې عبدالسلام نوري وويل دغه راکټي حمله بېګا شوې ده خو هيڅ سرتاوانونه يې نه دي لرلي.دا په داسې حال کښې دي چې د طالب ډلې وياند ذبيح ا... مجاهد د دغې حملې د ذمه وارۍ په قبلولو سره وويل د دغې حملې له کبله په بګرام کښې د امريکې فوځي اډې ته زيات زيانونه رسېدلي دي.
د بګرام په امريکائي فوځي اډې باندې د طالب ډلې راکټي حملې په دې وروستيو مياشتو کښې په بې مخينې توګه زياتې شوې دي، خو امريکائي قوماندانان او افغان چارواکي د دغو حملو له کبله د سر او مال د تاوانونو د شمېرنو په اړه د نظر له څرګندونو ډډه کوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78771