ملایشیا ته د ایکنالیږل شوي خبریال راپور راکړ،د اسلام د ګران پیغمبر(ص)د موسوعه(دایرةالمعارف) افتتاحي دستورې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر پشمول د یوشمیر چارواکو په شتون سره ترسره شوې.
دغه لس ورځنۍ جشنواره مختلفې برخې لري چې په هغو کې له پيغمبر اکرم(ص) او اصحابو سره د اړونده لرغونو آثارو ننداره،د کعبې د پرَدې ننداره ،د رستو فاؤنډيشن ننداره او په نړۍ کې د سیبرت دترټولو ستر کتاب ننداره شامله ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې د مسئول په خبره،دغه مصحف اته میټره او شپیته سنټي میټر اوږد،پنځه میټره پلَن،یوزره پنځه سوه کلوګرام دروند او څلور سوه نهه ویشت پاڼې لري.
د ملایشیا د قرآن نړیواله جشنواره د رستو فاؤنډینش پشمول او د په دغه هیواد کې د ایران د کلتوري خونې په ملګرتیا او د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د ادارې په زیار سره او د ملایشیا د یوشمیر اورګانونو په همت،منظمه او برابره شوې ده او تر لسو روځو پورې به یعني د سلواغې دمیاشتې تر نهمې نیټې پورې پورې د عامو خلکو په تیره پیا د ماشومانو او کورنیو نندارې ته وړاندې شي.