IQNA

د قرآن د تلاؤت هنر/30

د کینیډائي پيلوټ په مسلمان شونې کې د محمدرفعت په زړه پورې آواز اغیزې

12:07 - April 05, 2023
د خبر لمبر: 3487137
ایکنا-(تهران) په دوهم نړیوال جنګ کې کینیډائي پیلیوټ،د مصر د یوه مشهور قاري محمد رفعت د غږ په آوریدو سره له اسلام سره ګروهمن کیږي . دغه دلچسپي لامل شوه څو  د رفعت د موندلو لپاره مصر ته لاړ شي او د هغه په شتون کې مسلمان شي.

محمد رفعت په ۱۸۸۲کال کې دمصر په قاهرې کې زیږیدلی  او په یوې داسې کورنۍ کې لوي شو چې له قرآن کریم سره ئې مینه درلوده. دهمدې لپاره  په هماغه پیل کې له قرآن کریم سره آشنا شو.محمد رفعت له دوه کلنۍ مخکې په یوې خاصې ناروغۍ ککړ شو چې په دغې ناروغۍ سره ئې خپله بینانئي له لاسه ورکړه .په عین حال کې  مکتب ته لاړ د قرآن تلاؤت ئې زده کړ او د قرآن کریم په قرائت کې ډير لوړ مقام ته ورسید.

په ۱۹۳۴کال کې په مصر کې لومړنی سیمې یا کابل لرونکی ریډیو تاسییس شو . ډيرو مسئولانو  محمد رفعت  ته چې  ملی شهرت ئې درلود، بلنه ورکړه چې په ریډیو کې تلاؤت وکړي. په ریډیو کې د محمد رفعت د قرآن مجید تلاؤت  په مصر کې د ریډیو له افتتاح سره په یووخت شویعني د ۱۹۳۴کال ددسمبر په ۲۹نیټه.محمد رفعت په دغې ورځې د فتح سورې تلاؤت وکړ چې ډير مشهور اوتل پاتې شو.

د رفعت په زړه پورې غږ له ریډیو خپور شو او د هغه آوازدمصر درست ولس او حتی له دغه هیواده په بهر کې هم واوریدل شو. لکه څنګه چې د رفعت تلاؤت  دير حساس او عاطفی کړچار درلود، وتوانید د خلکو په مختلفو ډلو کې ډير زر د ټولو د پام وړ وګرځي او حتی نړیوال مقام هم ولرل شي.

ماجرای خلبان کانادایی و بیماری «محمد رفعت»/ نجاتی برای من از امتحان الهی نیست

په دوهم نړیوال جنګ کې یو شمیر اروپائي ریډیو ګانو هم دعربو هیوادونو د لازیاتو  مخاطبانو د جذبولو لپاره د هغه د تلاؤت ځيني برخې  خپرولې چې د یولړ جالبو پيښو سبب شوې وې.په هغوکې یوه دا چې یو کینیډائي پيلوټ  چې په لویدیځي صحرا کې ئې له انګریز عسکرو سره یو ځاي د  انګلستان له ریډیو د رفعت په زړه پورې تلاؤت واورید،چې دمصر په یوه پروګرام کې خپرید. د رفعت آواز پر هه دومره اغیزې وشیندلې چې فوري ئې له خپلو دوستانو وغوښتل څو یو قرآن ورته ورکړي.هغه وروسته د اسلام او مسلمانانو په باب ډيره مطالعه وکړه تر دې چې د محمد رفعت د پيدا کولو لپاره دمصر قاهرې ته لاړ او دهغه په شتون کې ئې اسلام قبول کړ.همداراز ئې له هغه وغوښتل چې د  هغه لپاره یوه مناسبه اسلامی  نامه خوښه کړي.

د محمد رفعت تلاؤتونو ډيرې زیاتې معنوي اغیزې درلودې ،خو په دې دلیل چې  دهغه تلاؤتونه ژوندي خپریدل ، نه ریکارډ کیدل، په همدې خاطر د هغه زیاتره تلاؤتونه نه دي ساتل شوي.په عین حال کې ځیني کسانو به پخپلو کورونو کې دهغه تلاؤت په شخصي توګه ریکارډ کولو . په همدې دلیل دمحمد رفعت ډير کم تلاؤتونه  باقي پاتې دي

ماجرای خلبان کانادایی و بیماری «محمد رفعت»/ نجاتی برای من از امتحان الهی نیست

محمد رفعت په ۱۹۴۳کال کې په ریډیو کې د ژوندي پروګرام داجرا کولو په حال کې ؤ چې غږ ئې ودرید.طبي درملنو وښودله چې هه مرئ پړسوب کړی دی . دغه مشکل لامل شو څو دهغه غږ غوڅ شي، او د قرآن دتلاؤت کار ته نور دوام ورنه کړل شي او په نهایت کې د ۱۹۵۰کال د مئ په نهمه نیټه د دوشنبې ورځې په سهار دقیقا په هماغه ورځ چې د هغه د زیږیدا ورځ وه ،له دنیا ئې سترګې پټې کړې.

3486414

captcha