ایکنا د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د روسیې دوما په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوی په سخته محکوم کړی او له سټاکهم څخه ئې وغوښتل څو د انساني حقوقو دخلاف ورزیو او د مسلمانانو دینی احساساتو د سپکاویو مخنیوی دې وکړي.
د سویډ پولیسو د چارشنبې په ورځې په یوه سپک او ځيږ اقدام کې په سټاکهم کې له یوه جومات سره نزدې د قرآن سوځونې مجوز صادر کړ چې پراخ نړیوال اعتراضونه او محکومیّتونه ئې په ځان پسې درلودلي دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د روسیې سفلا پارلیمان پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي، د روسیې د حکومتي پارلیمان غړو مقدساتو ته دوه ځله سپکاوي چې د سویډ د چارواکو په وسیله تائيد شوی په پریکنده توګه محکوم کړي او له دوي غواړي څو د بشری حقوق دخلاف ورزۍ او دمسلمانانو ددینی احساساتو د سپکاوي کونکو اقداماتو مخه دې ونیسي.
در وسیې د پارلیمان په دغه اعلامیې کې راغلي دي ، دغه شان اقدامات د ملګروملتو دمنشور د اصولو او موخو ښکاره خلاف ورزي ده او ممکنه ده افراط پالو اقداماتو ته د لمن وهلو سبب شي.
د روسیې د دوما مشر ویاچسلاؤ وولودین چې دغه اعلامیه ئې برابره کړې وه، وئيلي دي،ترهغه مهاله چې اروپائی هیوادونه د بشر اساسی حقوقو خلاف ورزي کوي،قانون جوړونکي باید په دې اړه له بحث څخه ډډه ونه وکړي.
په وروستیو کلونو کې ځیني اروپائي هیوادونه په تیره بیا سویډ د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاویو او تیریو ډيرې صحنې لیدلي دي. د سویډ دپولیسو په شتون او سیوري کې افراطي اوزوړ پالو د قرآن کریم نسخو ته اور اچولی او او د مسلمانانو اعتراضونه هم له ځپنې سره مخامخ شوي دي دي. او بیا هم اروپایان د آزادۍ او بشري حقوقو ډنډورې وهي.