IQNA

د قرآڼ د سپکاوی په محکومیّت کې د ملګروملتو د فیصلې هرکلی وشو

7:07 - July 15, 2023
د خبر لمبر: 3487624
ایکنا-(ریاض) د اسلامی ملګرتیاموسیسې،عربستان او متحده عربی اماراتو پشمول زیاترو اسلامی  هیوادونو د مقدسو کتابتونو د سپکاوی او ددیني روادارۍ  دخیال نه ساتلو په محکومیت کې د انسانی حقوقو د شورا د پریکړه لیک په تصویبیدا کې  د ملګروملتو د دغې شورا د فیصلې هرکلی وکړ.

ایکنا د  سی این این عربی چینل له قوله راپور راکړ،  اسلامی ملګرتیا موسیسې  د د مقدسو کتابونو د سپکاویو د ردولو  او د دیني  روادارۍ د خیال  نه ساتلو د ردولو لپاره دډله ایزو هڅو د پياوړتیا په خاطر  دملګروملتو د بشری حقوقو د شورا د پریکړه لیک هرکلی وکړ.

په راپور کې وئيل شوي دي ،له  هغې دیني نفرت سره د مبارزې پریکړه چې د توپير، تاؤتریخوالی او دښمنۍ ته د لمسونې په معنا دی ،په جینوا کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادنو د ډلې په غوښتې سره د ملګروملتو د بشری حقوقو د شورا په درې پينځوسمې غونډې کې تصویب شو.

دغه فیصله په یو شمیر اروپائي او نورو هیوادونو وکې د قرآڼ کریم په شان کې د سپکو  او لمسؤنکو اقداماتو په غبرګون کې شوې ده  

عربستان هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره  چې ددغه هیواد په  رسمي خبري آژانس کې خپره شوې، ټينګارشوی دی ، دملګروملتو د بشری حقوقو  د شورا اقدام  چې د یوشمیر اسلامی هیوادونو  له غوښتې وروسته ترسره شوی ، د دینو او مختلفو کلتورونو ته داحترام د اصولو  او همداراز د انساني ارزښتونو د لوړاوي  د هغو اصولو تجسم  دی چې په نړیوالو قوانینو کې تضمین شوي دي . 

د انساني حقوقو شورا په همداوروستیو کې یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې د قرآن کریم د عمومي سپکاویو پشمول د دیني نفرت  هر ډول ملاتړ یا نمایش په کلک رد او محکوم شوی دی.

دغې شورا  له دیني نفرت سره د مبارزې په عنوان سره یو پریکړه لیک  چې توپير،دښمنۍ یا تاؤتریخوالي ته د لمسونې په معنا دی ،د اوو سپينو رایو ،دولسو مخالفو رایو او د ۲۸ موافقو رایو سره تصویب کړی دی .

همداراز متحده عربی اماراتو ،پاکستان او کویت هم په جلاجلا اعلامیو کې  د ملګروملتو د بشری حقوقو  د شورا له  هغه دیني نفرت سره د مبارزې په اړه دغه فیصله چې د توپير، تاؤتریخوالي اود دښمنۍ د لمسونې په معنا دی ستایلې ده او د نیکمرغۍ، پرمختګ ا و سوله ایز ګډ ژوند په لور د ترټولو اغیزشیندونکي لارې په توګه  د دینونو د احترام ، د همدردۍ ،ورورولۍ او د ګډ سوله ایز ژوند پر ضرورت ئې ټینګار کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4154947

 

captcha