ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي، چې تېره ورځ د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په سویډن کې سپېڅلې قرآن ته د بیا ځلي سپکاوي له امله یوه بېړنیزه غونډه تر سره کړه.
عراقي الاصل سویډني سلوان مومیکا چې په لومړي ځل تېره میاشته کې د پولیسو په ملاتړ په سویډن کې قرآن شریف ته اور اچولی وو، خپل دغه کار یې د درېیم ځل لپاره تکرار کړ.
هغه دوې ورځې مخکې د درېیم ځل لپاره د سویډن د پولیسو له لورې په ورکول شوي جواز سره، د عراق د سفارت مخې ته قرآن شریف باندې پښه کښېښوده او بیا یې اور ورکړ.
د رای الیوم د ورځپاڼې له راپور سره سم، تېره ورځ د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بېړنۍ غونډه کې د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ چې د سویډن او د ډنمارک له لوري د قرآن شریف سپکاوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۸۶ پریکړه لیک سره په ټکر کې دی.
یاده اعلامیه کې د مذاهبو او کلتورونو تر منځ د سوله ایز ژوند او د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار شوی او د افراط پالنې، کرکجنو او لمسوونکو اقداماتو غندنه شوې ده.
د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه د قرآن شریف سپکاوي کوونکو هېوادونو پر ضد د اقتصادي بندیزونو او سیاسي بایکاټونو د لګولو پر ضرورت هم ټینګار وکړ.