ایکنا دالعهد له قوله راپور راکړ،د لبنان دحزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر الله د حضرت محمد مصطفی(ص) او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل، د یمن په ډيرو سختو اقتصادی او امنیتی شرائطو کې ددغه هیواد په ډيرو ولایتونو کې د پيغمبر اکرم د میلاد د ولولناک او پرتمین جشن ترسره کیدا د ستاینې او قدرونې وړ ده. د یمن پر ولس درود او سلام استوم او ددوي ستاینه او مننه کوم. د یمن د ولس دغه اقدام پکار ده ټول مسلمانان یو مثال وګرځوي.
سید حسن نصرا لله په دوام کې ووئيل د پاکستان د اهل سنت مسلمانانو په جوماتونو کې ترهه ګرې پيښې په سخته محکوموم . ځکه دوي یوازې د خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی(ص)د نیکمرغه میلاد په جشن بوخت وو.دا د هغو سرطانی تکفیریانو تورتمه څیره ده چې په اسلامی نړۍ کې خوره شوې ده او هرڅوک له رسول ا لله بزرګوار سره خپل عشق بیانوي ،وژل کیږي.
حسن نصر الله د ایران د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود په وسیله د وحدت د اونۍ نومولو ته په اشارې سره ووئيل، حضرت امام خمینی د پیغمبراکرم(ص) دبعثت ورځ تر ټولو تاریخي او لویه ورځ ګڼله.هغه کسان چې ددغو دستورو او جشنو ترسره کول حرام ګڼي ، هیڅ شرعي او فقهي دلیل نه لري او د اهل تشیع دعالمانو په شمول د اهل تسنن زیاتره عالمان ددغو جشنونو پر حلال او شرعي شونې اجماع لری. مونږ باید په دغو شپو ورځو کې سترې خوشالۍ او جشنونه ولرو، د پیغمبر اکرم(ص) د میلاد ورځ ترټولو لویه او غوره ورځ ده.مونږ باید ملګرتیا او پلانونه وکړو څو ددغه مناسبت لپاره ستر اولویه فضا ولرل شو او د ربیع الاول له دولمسې تر اولسمې نیټې پورې جشنونه او خوشالیانې وکړو.
د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومی منشی دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې ووئيل،اسلامی امت باید د هغه څه مسئولیّت چې د فلسطین سرښیندونکي ملت لپاره او د الاقصی جومات لپاره رامینځةکیږي،ومني او صهیونیسټان باید د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په باب داسلامی نړۍ چغه واوري.
هغه ووئيل، هر هغه هیواد چې له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کیدا په لور ځي ،باید محکوم شي ،ځکه دغه اقدام د فلسطین د پریښودو او دددښمن د پياوړي کولو په معنا دی چې باید ورسره ملګرتیا ونشي.