IQNA

د ایران د ګټوپه ضد به د هرډول تیریګر اقدام ټولو عاملانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شي

15:30 - April 16, 2024
د خبر لمبر: 3489057
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د (وعده صادق)ریښتوني ژمنې نومې عملیات د تیریګرو د رټلو او سزا کولو په موخې سره په بریالیتوب سره ترسره شوي ، ووئيل ،دادی اوس په پریکنده توګه وایم چې دایران د ګټو په ضد ترټولو وړوکی اقدام به د هغو د درستو عاملانو په ضد په سخت، دردونکي او غاښ ماتونکي ځواب سره مخامخ شي.

ایکنانیوز د  ولسمشرۍ د ماڼۍ  د  اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ووئیل، د ایران د ګټو په ضد ترټولو وړوکی اقدام به هم په پریکنده توګه د هغو د ددرستو  عاملانو په ضد له ډير سخت، پراخ او غاښ ماتونکي ځواب سره  مخامخ شي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  بیګا د  قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ټيلیفوني تماس په ځواب کې  د سیمې  وروستیو بدلونونو ته په  اشارې سره ، د غزې تړانګې  د فلسطنییانو د بې رحمه نسل وژنې  دوام  او د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو د درولو لپاره د اغیز شیندونکي هڅې ضرورت ، د سیمې او حتی د نړۍ اوسمهاله ترټولو مهمه موضوع وبلله .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر زیاته کړې ده ،  دصهیونیسټانو بوږنونکي جنایتونه ، نسل وژنه  او ماشوم وژنه ، په داسې حال کې  د امریکا او ځینو لویدیځي هیواغدونو  په بشپړ ملاتړ سره  دوام موندلی دی چې  د غزې تړاګې  مظلوم  او مقتدر  خلک پخپل مقاومت سره  هماغه شان د  ډګر بریالي دي . د اسلامی ایران ولسمشر  په دوام کې  په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي  ودانۍ په حملې کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  ترهه  ګر اقدام په غزې له حملې څخه  خپلو سپیرو موخو ته ددغه وحشي رژيم  د نه رسیدا له امله د استیصال  نښه وبلله او وې وئيل، د پتمنو ملتونو او درستو آ زادي غواړو د انتظار او همدرازاز د نړیوالو قوانینو د مادو په خلاف،  ملګروملتو   او  امنیت  شورا،په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو د جنایتونو په درولو کې   بې عملي او لټي نندارې ته وړاندې کړې او دغه راز ئې  په دمشق کې  د ایران د سفارت  په کنسولی برخې  د حملې په محکومیّت کې لږترلږه پخپلو  قانوني دندو هم عمل   نه دی کړی، ڼو ځکه دایران اسلامی  جمهوریت  د ملګروملتو  د منشور د ۵۱ ما دې  په اساس د خپل روا حق دفاع د اعمالولو  په لړ کې  ئې  د هغو ټولو مرکزونو په ضد چې د ایران به خلاف ئې شرارت کړی ؤ ، یو لړ عملیات پلان او اجرا کړل.

ابراهیم ریئسي  یو ځل بیا  په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو ددوام په وړاندې په تیره بیا د اسلامی هیوادونو د مخه نیونکو  اقداماتو په غوره کولو باندې په ټینګار سره ، ئې له صهیونیسټي رژیم څخه د ځینو لویدیځي هیوادونو  ړاندۀ ملاتړونه   په سیمې کې د  تاؤتریخوالی رابرسیره کونکې زمینه وبلل.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم  له ایران سره د قطر اړیکې  د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ  د متقابل لوړ اعتماد په اساس،ډیرې غوره او لوړې وبللې او روښانه ئې کړه ،ایران او قطر په ټولو شرائطو  او حالاتو کې د یوه بل پشتیبان او ملاتړي دي.

 دقطر امیر  همدراز په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې د صهیونیسټ رژیم  دتیریو د محکومیّت لباهر د خپل هیواد هڅې ته په اشارې سره  ووئیل،  په داسې شرائطو کې چې د فلسطین د ملت له آرمان څخه   تر ټولو لوړه سوه نړیوال او ولسی همغږي  شته ، صهیونیسټي رژیم هڅه کوي ، د حالاتو په لاترینګلي کولو سره  په غزې  کې له خپلو جنایتونو  د  نړۍ عمومي افکار وغړوي.  دقطر امیر د صهیونیسټي رژیم  جنایتونو ته  ځواب  په پلانونې او اجرا کې د ایران د اسلامی جمهوریت ځیرتیا اوپوهه  وستایله او  دائې  د ټولو لپاره یو روښانه او جوت پیغام وبالۀ.

https://iqna.ir/fa/news/4210722

captcha