ځانګړي خبرونه
ایکنا- د قرآن کریم د مفاهیمو د ژباړې لپاره د اړینو علمي رودو پيژندونکو معیارونو او له دغه بهیر سره د تړلو ژبنیو او معنایي ننګونو د څېړلو په موخه، د قطر په پلازمېنې دوحې کې د «شیخ عبدالله بن زید آل محمود» اسلامي ـ کلتوري مرکز په کوربتوب علمي غونډه جوړه شوه.
Nov 22 2026 , 07:24
ایکنا -د «انټرسېپټ» وېبپاڼې په یوه راپور کې څرګنده شوې، د ټیکساس پخواني والي «ګرېګ اېبټ» او د دغه ایالت د لوی څارنوال «کېن پېکسټن» هغه هڅې، چې غوښتل یې د امریکا او اسلام اړیکو شورا فعالیتونه منع او دغه شورا د ترهګرۍ په نوم ونوموي، د منځمهاله ټاکنو په درنې ماتې او د ټکساس د رایه ورکوونکو په پرېکنده مخالفت سره ناکامې شوې.
Nov 22 2026 , 08:25
ایکنا- د ۱۶ عربو او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین په نیواکي سیمو کې د اسرائیلو د غیرقانوني ښارګوټي جوړونې پر فعالیتونو د انګلستان او اسټریلیا له لورې د بندیزونو د لګولو هرکلی کړی او د دغو فعالیتونو په ترسره کولو کې د ښکېلو بنسټونو او اشخاصو پر وړاندې ئې د نړیوالو اقداماتو د پراخولو غوښتنه کړې ده.
Nov 22 2026 , 08:43
ایکنا- د پاکستان د قرآن کریم د تلاوت دویم پړاو نړیوالې سیالۍ به د نومبر له ۲۴ تر ۲۶ نېټې (د لیندۍ له ۳ تر ۵) په اسلاماباد کې د نړۍ د ۳۱ هېوادونو د قاریانو په ګډون ترسره شي.
Nov 22 2026 , 08:56
د هیګ نړیوالې محکم؛
ایکنا - د ملګرو ملتو د عدالت نړیوالې محکمې تاریخي فیصلې د اووه کلنې حقوقي مبارزې پای ته ورساوه؛ داسې پرېکړه چې په نړیواله کچه د حکومتونو له لورې د تر ټولو سترو جنایتونو د څېړلو او محاکمې لپاره یوه مهمه ازموینه بلل کېږي.
Nov 22 2026 , 08:06
آیتالله سیدمجتبی خامنهای؛
ایکنا- د ۲۰۲۷ کال د نړۍ د ۵۰۰ اغېزشیندونکو مسلمانانو نوملړ خپور شو؛ پنځه نړیوال مشران په ګډه د نوملړ په سر کې راغلي دي
Nov 19 2026 , 15:20
د میناب ښونځي غمیزه؛
ایکنا- د ۵۰۰ اغېزشیندونکو مسلمانانو نومې خپرونې د ایران د میناب ولسوالۍ د شجریه طیبه ښونځي په ضد امریکا د ترهه ګر توغندیز بریده ددغه ښوونځي ژوندۍ پاتې شوې زدهکوونکې د ۲۰۲۷ کال د ښځینه شخصیت په توګه غوره کړې ده؛ هغه نجلۍ چې په دغه برید کې یې خپل ټولګیوال او ښوونکي له لاسه ورکړل او وروسته د هغې غمیزې د روایت غږ شوه چې د لسګونو ماشومانو ژوند ئې واخیست.
Nov 19 2026 , 14:58
ایکنا- د بحرین د آل خلیفه رژیم د دیني عالمانو پر ضد د خپلو اقداماتو په زیاتولو سره د ټولنې له مخورو او شخصیتونو سره د چلند په برخې کې نوی پړاو پیل کړی دی. د کارپوهانو په وینا، دغه اقدامات به په دغه ټاپو هېواد کې روان بحران لا پسې ژور کړي.
Nov 19 2026 , 12:32
د بنګلهدېش په خولنا ښار کې د قرآنکریم زدهکړې؛
ایکنا- د بنګلهدېش د خولنا ښار د اسلامي زدهکړو مرکز په هڅو سره یو دارالقرآن پرانیستل شو، څو د سیمې ماشومان او زلمیان د قرآنکریم د حفظ او دیني لارښوونو د زدهکړې لپاره پراخ فرصتونه ترلاسه کړي.(لید)
Nov 19 2026 , 15:32
ایکنا- د قرآن کریم د حفظ او تلاوت د الجزایر جایزې په نوم ۲۲مې ملي سیالۍ ، د لړم په ۲۶مه، د دغه هېواد د دیني چارو او اوقافو وزیر تر څارنې لاندې پیل شوې.(لید)
Nov 19 2026 , 11:33
ایکنا- د نړۍ د شیعیانو یو ستر دیني مر جع آیتالله شیخ حسین وحید خراساني روح له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د خداي تعالی د حضورپه لور الوت وکړ.
Nov 18 2026 , 08:42
آیتالله دري نجفآبادي:
ایکنا- د ایران د مرکزي ولایت د ولي فقیه استازي ویلي، چې علامه طباطبایي د شیعیت د تاریخ له تلپاتې شخصیتونو څخه دی او د المیزان تفسیر د علمي حوزو او راتلونکو نسلونو لپاره یوه نه ختمېدونکې پانګه ده.
Nov 18 2026 , 08:53