IQNA

احساسات مهار کولو لپاره پرلیکه د قرآن آیتونو او دعاګانو خپرول

1:51 - November 09, 2015
د خبر لمبر: 3445927
نړیواله ډله: یو انټرنیټې ویبپاڼې د «سجود» احادیث، دعاګانې او قرآن آیتونه د احساساتو مهار کولو لپاره پرلیکه باندې وړاندې کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «The News Tribe» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، مونږ کې ډیر کسان چې کله د خفګان او د نا امیدی احساس کوو، نو تسلی او مرستې نه اړتیا لرو او د الله نه ښه هیڅوک تسلی ورکوونکې نشته.

نو دې لپاره یو سایټ جوړ شوی چې په هغې کې خپل احساس وړاندې کولو سره یو آیت یا دعا د تسلی لپاره دغه کس ته ډالې کېږی.

دا سایټ ایډرس www.sujood.co دا دې چې خلکو ترې ډېر استقبال کړی او د نوې ټیکنالوجۍ نه یوه ښه او مفیده استفاده ده.

په دې سایټ کې د یو ډول احساساتو لړی لکه انتظار، اندېښنه، تېروتنه، تلوسه، بی وسۍ، سپکاوی، خوشالتیا، کرکه، تحقیر، خوږمن، حسادت او ... وجود لری چې چې خوښولو سره د هغی په اړه دعا یا آیت تسلی لپاره په عربی سره د انګلیسې ژبه سره وړاندې کېږی.

http://iqna.ir/fa/News/3444182

captcha