د ایکنا راپور له مخې، د وین امام علی علیه السلام اسلامی مرکز نه په نقل، دا پوسټرې د اهل بیت علیهم السلام د روایتونو او د قرآنی آیتونو نه اخیستلې شوې چې د کورنې ژوند ته دوام ورکولو لپاره دی.
معمولا د قرآن کریم آیتونه، د کامیابه کورنۍ ژوند لپاره معیارونه وړاندې کوي او د دې معیارونو عملي کولو او د اجرا کولو لارو لپاره د اهل بیت علیهم السلام روایتونو ګټه ترلاسه کېږي.
البته دا مجموعه د ټولو مهارتونو وړاندې کوونکې نه ده، بلکې غواړې په لنډیزه او ګټوره توګه یو شمېر مهم او ضروري مهارتونه وړاندې کړي.
د پوسټرو محتوا او د آیتونو پته
- هغه څه چې د واده اړیکې سره محکمه وې، ژمنتیا او د تمې نشتوالي دي.( نساء سوره - ۱۲۸آیت)
- که څه هم ښځه او خاوند سره هم فکر نه وې، خو ولی د هغې سره اړیکې باید د بښنې، سترګې پټولو او له یو بل تېرېدو پر بنسټ وې(تغابن سوره، ۱۴ آیت)
- کور له مینې، عشق او عاطفه ډک کړي(روم سوره، ۲۱ آیت)
- پر یو بل اعتماد وکړي او د هیڅ کله د یو بل راز څرګنده نکړي.(د بقره سوره، ۱۸۷آیت)
- یو بل سره دارنګه چلند وکړي چې څرنګه غواړي له تاسو سره وشي.(کافی، ټوک ۲، مخ ۱۶۹)
- چې هر څومره د انسان ایمان کامل وې، له خپلې مېرمنې سره زیات د مینې اظهار کوي(بحار الانوار، ټوک ۱۰۳، پاڼه ۲۲۸)
- هر کس که له مور او پلار قدر او مننه ؤ نکړي، له الله نه شکر یی هم نه قبلېږي. (سوره لقمان، آیه14 _ بحار الانوار، ج 74، ص 77)
- اسراف سبب جوړېږي چې په ژونده کښې برکت کم شي(سوره اعراف، آیه31_ کافی، ج 4، ص 55)
- لامبو د ژوند یوه برخه وګرځه وو. (كنز العمّال، ج 16 ، ص 443 ، ح 45340)
- سیل د ښادې او د سلامتیا یوه ښه او بهترینه برخه ده. (سوره عنکبوت، آیه20_ بحار الانوار، ج 62، ص267.)
- کوروالي د ښځو وظیفه نه ده، بلکې د هغوي د محبت نښه ده. (الأمالی شیخ صدوق، ص 411_ سوره روم، آیه21)
- هر څیز په خپل ځای ښه ښکارې، کور نه د خپل دفتر جوړ نکړو. (كافى، ج 3، ص 568 _ سوره مائده، آیه8)
- د خپلې سلامتیا لپاره له زیات خوراک نه پرهېز وکړو. (سوره اعراف، آیه31 _ بحار الأنوار، ج 63، ص 338)
- په مېلمستیا کښې کوښښ وکړو چې له مېلمنه مخکې خپله خوراک شورو کړو. . (سفینه البحار. ج2. ص 76 _ سوره ذاریات24-27)
- د بجو روزنې، په مدرسه کښې د روزنې غونډې نه دي، په وینا او چلند دي. (نهجالبلاغه، حکمت399 _ سوره لقمان، آیه 18)
- د لمونځ کوونکې کورنۍ له شخړو لرې ده. (سوره عنكبوت، آيه 45)
- خپل چلند او وینا ته مو پام وې، د الله په مونږ نظر دی. (سوره علق آیه14 _ سوره انعام آیه103)
- که له مور او پلار مو څه بد ولیدل نو نه باید زمونږ نه وړه غوندې بې ادبي وشي. (سوره اسراء، آیه 23_ كافی، ج2 ص158)
- غصه که کنټرول نشي، هم زمونږ روغتیا ته او هم زمونږ اړیکو ته تاوان رسوې. كنز الفوائد، ج1، ص319_ سوره آلعمران، آیه 134)
- جنت له هم هغه ځای دی چې کله نه مو په الله اعتماد شورو کړي(سوره هود، آیه 23)
- ماشوم هغه څه چې وینې یاده وې، نه هغه څه چې وورې. (من لا یحضره الفقیه ، ج 3، ص 483_ سوره نساء، آیه 5)
- زر فیصله کوي، زر یی ترسره کوي او ډېر زر هم پښېمانه کېږي(سوره انبیاء، آیه 37_ نهج البلاغه،خطبه 150)
- نن له لاسه ور نکړي سبا ناوخته دي(سوره کهف، آیه 23 _ نهجالبلاغه، خطبه 64)
- د ستونزو حل لپاره په الله توکل خپل د هر کار سرچینه وګرځه وه. (سوره طلاق، آیه 3_ تفسیر مجمع البیان)
- د الله له رحمت نه نا امید نشې، الله تر ټولو ښه په ښه وخت کښې زمونږ برخه ګرځه وې. (سوره یوسف، آیه 87 _ نهج البلاغه، نامه 31)
- که غواړې عمر او رزق دی زیات وې، له مور او پلار سره ښه وکړه. (میرانالحکمه، ح22671 _ سوره اسراء، آیه 24)
- د ډېرو بیمارو جړه زیات او بد خوراکونه دی، د روغتیا لپاره په کار دي خیال وکړو. (سوره طه، آیه81 _ بحار الأنوار ، ج63،ص 337)
http://iqna.ir/fa/news/3724839