IQNA

د لبنان د ۳۳ورځني جنګ بریالیتوب کلیزه او دحسن نصر ا...څرګندونې

23:11 - August 15, 2020
د خبر لمبر: 3483515
تهران (ایکنا) - د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشي د اماراتو او صهیونیسټي رژيم ترمینځ په موافقې په غبرګون کې ، امارات او ځینی نور عرب رژيمونه ، په سیمې کې د امریکا نوکران بللي چې دغه شان موافقې کومه شاک رامینځةکونکي پيښې نه دي .
د لبنان د حزب ا..ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا....د جمعې په شپه په ۲۰۰۶ کال کې په ۳۳ورځني جنګ کې د لبنان داسلامی مقاومت د بریالیتوب دڅوارلسمېکلیزې په مناسبت مهمه وینا کړې ده 
 د سید حسن نصر ا... د وینا  په څلورو چورلیزونو مشتمله وه .لومړی چورلیز ئې د۲۰۰۶کال  د ۳۳ورځني جنګ  د موخو او پایلو تشریح کول وو .  د سید حسن نصر ا... له  نظره،د ۲۰۰۶کال جنګ  د امریکا فیصله وه  چې صهیونیسټ رژيم اجرا کړ ه، ځکه چې امریکا ددغه جنګ له لارېهڅه کوله،د ستر مینځني ختیځ  په نامې سره پلان سر ته ورسوي. په عین حال کې،د جنګ نتیجه د ستر مینځني ختیځ د پلان ناکامي وه .په حقیقت کې د ۲۰۰۶کال په جنګ کې  دصهیونیسټ رژيم ماته،دستر مینځني ختیځ د پلان په نامې سره د امریکا د نوښتي پلان د ناکامۍ په معنا ؤ ، ځکه نه یوازې د لبنان حزب ا... او اسلامی ایران له مینځه نه لاړل،بلکې له دغه جنګه وروسته،د مقاومت د چورلیز دقدرتمنیدا  بهیر  لاپياوړی شو او  نن سبا  د لویدیځي آسیاساتل ،   دمقاومت له چورلیز پرته  د تصوّر وړ  نه دي .
د سید حسن نصر ا... د وینا دوهم چورلیز  دا ؤ چې  په ۳۳ورځني جنګ کې  ناکامي لامل شوي ، امریکا د حزب ا...غورځنګ د پیاوړي کولو د مخنیوي او  ورباندې دګوزار کولو لپاره  نور آوزارونو ته مخه   کړي .  د حزب ا... غورځنګ په ضد بندیز هم په همدې لړ کې  دی .  مهم ټکی دا دی چې  امریکا په ۲۰۰۶کال کې  د حزب ا... دحذفولو لپاره   له هڅې څخه  ، دلبنان به جوړښت کې د دغه ولسی غورځنګ  د وزن او حیثیّت د کمولو لپاره  سپيرې هڅې ته مخه کړې ده .  په بله معنا ، واشنګټن  دې ته اړ شوی ، څو  د حزب ا... غورځڼګ  موجودیّت ومني ، البته  قدرتمند حزب ا...  د منلو وړ  نه ګڼي .
  د مقاومت  د دغه مشر د وینا دریم چورلیز، د صهیونیسټ رژيم په مقابل کې د حزب ا.. په متقابل   اقدام بیا ټينګار دی . صهیوینسټ رژيم  د بیروت د اګست د څلورمې نیټې  له بوږنونکي  چاودنې تر مخکې پورې د علی کامل محسن   په شهادت د  حزب ا... مبارز غورځنګ  دغبرګون له امله  په ویرې  او وحشت  کې ؤ ، علی کامل محسن د سورئې د دمشق په شاوخوا کې  داسرائیلو په بمباریو کې شهید شوی ؤ . د صهیونیسټ رژيم او دهغو ملاتړو اخستون دادی چې  دبیروت چاودنه ، هغودرندو اوسختو اړخونو ته په پام سره چې د لبنان لپاره  ئې لري ، لامل  کیږي ، حزب ا.. غورځنګ  په اوسني وخت کې د صهیونیسټ رژيم  په ضد د غچ  اخستو او د متقابل اقدام په فکر  کې نه شي .  په عین حال کې ،  سید حسن نصر ا.... وړمه شپه  ددې په ترڅ کې چې یو ځل بیا د حزب ا... دمبارز  دشهادت په د لیل له صهیونیسټي  تیریګر رژيمه  پر  غچ  ټينګار وکړ ، په عین حال کې د بیروت د چاودنې د تصادفي پيښې په باب ئې  دشک خبره کړې او  په دغې چاودنې کې ئې  دصهیونیسټ رژيم د لاس درلودلو  احتمال رد کړی نه دی . پر دې ا ساس ، د لبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ عمومي منشي چورلټ ټينګار کړی ،  که اسرائيلو دبیروت په چاودنې کې  کوم ارتباط درلودلی وي ،نو حزب ا... به په دومره ستره اندازه او  د لوي  جنایت په مقابل کې غلی کښې نه ني  او تل ابیب به ددغه جنایت لګښت ورکړي .
 د سید حسن نصر ا... د وینا څلورم چورلیز، له صهونیسټ رژيم سره  دمتحده عربی اماراتو په موافقې  غبرګون ؤ . ابوظبئ او تل ابیب داګست په ۱۳نیټه د ډيپلوماټيکو رسمي اړیکو  د رامینځةکولو په باب سره موافقه کړې ده . د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشي  په دغې موافقې په غبرګون کې ، امارات او ځینی نور عرب رژيمونه ، په سیمې کې د امریکا نوکران بللي   چې دغه  شان موافقې کومه شاک رامینځةکونکي پيښې نه دي . په دې باب د حسن نصر ا ...  په وینا  کې دوه ټکي  شته ، لومړی دا چې  له صهیونیسټ رژيم سره د اماراتو موافقه د   ډونالډټرمپ لپاره د  ابوظبئ  د انتخاباتي اوسیاسی خدمت کولو لپاره چاپلوسي  وه ، دوهم  دا چې امریکا  حتی په دغې موافقې سره  هم د فارس خلیج د  عربو رژیمونو د لویشلو  په فکر کې  ده .
د حسن  نصر ا... د وینا پایز چورلیز  هم د لبنان  له صدراعظمۍ  د حسان دیاب  استعفی ته  بیل ؤ . هغه د حسان دیاب  د حکومت له نسکورولو   د مخالفانو موخه،  داخلی جنګ ته د  لبنان کاږل  بللي  چې  البته پوره  شوي  نه ده. سید حسن نصر ا... ، په لبنان کې د ملی وحدت د حکومت د جوړولو له آئيډیا څخه  په ملاتړ سره د بې پلوه حکومت د جوړولو له آئيډیا سره مخالفت کړی او دا ئې د وخت ضائع کول بللي دي .
تهران راډیو
captcha