IQNA

اشرف غني د افغانستان د ښځو د عالي شورا د جوړېدو حکم صادر کړ

23:16 - August 15, 2020
د خبر لمبر: 3483516
تهران (ایکنا) - د افغانستان ولسمشر د یو حکم په صادرولو سره په دې هیواد کې د ښځو د عالي شورا د جوړولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر اعلان وکړ چي د ښځو د وړتیاو وده، د ښځو د حقونو لپاره د کورني او بهرني لورو تر مینځ د همږغی او د ښځو د حقونو په هکله د نړیوالو د ژمنو د پلي کېدو د تعقیبونې په موخه یاده شورا به رامینځ ته شي.
د دې شورا ریاست به خپله د افغانستان ولسمشر اشرف غني په غاړه ولري.
د دولتي او غیر دولتي ادارو استازي، په ولایاتو کې د والیانو ښځينه مرستیالاني، د ښځو د حقونو فعالان او د مدني ټولنو استازي به په دې شورا کې غړیتوب ولري.
 تهران راډیو
captcha