IQNA

عرب خبریالان دي خپل تریبیون صهیونیستي رژیم ته ورنکړي

0:03 - October 07, 2020
د خبر لمبر: 3483695
تهران (ایکنا) - د حماس د جهادي غورځنګ ویاند د صهیونیستي رژیم د جنګ وزیر ته د تریبیون ورکولو د امله پر عربي خبریالانو باندې نیوکه وکړه.
د سعودي عربستان، امارات او بحرین خبریالان د یکشنبې په ورځ د انټرنیټ په مت د صهیونیستي رژیم د جنګ له وزیر سره مرکې وکړې.
د فارس د خبري اژانس د راپور سره سم، د حماس ویاند حازم قاسم وویل: د صهیونیستي رژیم د جنګ وزیر بنی ګانتز د فلسطیني وګړو قاتل دی او جنګي جنایتکار دی.
قاسم دې ته په اشارې سره چي د عرب خبریالانو لپاره دا ډېره بده خبره وه چي د صهیونیستي رژیم خبرې نشر کړي وویل: دا د فلسطین د ولس د روایت سره توپیر لري او د صهیونیستي رژیم د دروغجني قیصې په ګټه ختمیږي.
امارات او بحرین د صهیونیستي رژیم سره د موافقې تر لاسلیکولو وروسته چي په سپینه ماڼۍ کې د ټرامپ او نتانیاهو په شتون سره تر سره شو د اسرائیلو سره د ډیپلماټیکي اړیکو د رغولو خبر ورکړ.
تهران راډیو
captcha