د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر ایت ا... جنتی د اسلام عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د فرانسې د ولسمشر د سپکاوی په غندلو سره د اسلامی هیوادونو له مشرانو او عمومی خلکو وغوښتل چی د دغه کم عقله سپین سترګی توب په وړاندی په اتحاد او انسجام سره غلی پاتې نشی .
ایت ا... جنتی زیاته کړه د لویدیځ تمدن او کلتور مدعیان او د لیبرل ډیموکراسئ ملاتړی چی د بشری ادعا کوی ، څرنګه د هغه پیغمبر د سپکاوی په وړاندی چی توکم ، قبیله او قوم ورته اهمیت نه درلوده او کابو دوه میلیارډ انسان یې پیروی کوی ، په اسانۍ سره تیریږی ؟
ده جوته کړه دا څرنګه ده چی په فرانسه کې ډله ایزې رسندویې او تبلیغاتی ادارې د اسلام دښمنۍ او له اسلامه ویرولو لپاره اجازه لری ، خو که کوم کس یا رسندویه د صیهونیسټ رژیم له جنایتونو څه ووایی یا نیوکه وکړی نو سخت چلند ورسره کیږی ؟
تهران راډیو