ایکناخبری آژانس راپورراکړ،د صهیونیسټي جنایتکار رژيم پولیسو،له نن سهار وختي راهسې،د صهیونیسټ میشته ښارګوټو داوسیدونکو د ملاتړ په خاطر،له باب المغاربه څخه په ورتلوسره دالاقصی جومات په انګټو باندې یرغل وکړ .
د صهیونیسټ رژيم پولیسو او صهیونیسټ میشته ښارګوټي اوسیدونکو د الاقصی جوما په صحنونوکې په تلوراتلوسره ددغه جومات په ختیځي برخې کې له باب الرحمه سره نزدې د یهودیانو تلمودي آداب ترسره کړل .
الاقصی جومات باندې په داسې حال کې صهیونیسټي نیواکګر او جنایتکار دوامدارې حملې کوي،چې د نړیوالو قوانینو په اساس،د اردن د اوقافو له وزارت سره اړ ونده دقدس د اوقافو اداره،د قدس ښار اودهغو دمقدساتو د اوقافو رسمي څارونکی وزارت دی اوصهیونیسټان د مسلمانانو مقدساتو ته د واریدیدو ا جازت نه لري .
ددغو صحنو یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.