ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک فضايي قومندان علي جعفرابادي په دې خبرې سره چې د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ ټیکنالوژۍ سل په سله ایرانۍ ده وویل
ایران په هغو معدودو هیوادونو کښې شامل دی چې هم سپوږمکۍ جوړوي اوهم یې فضا ته توغوي .
د نور دوه په نوم د ایران دوهمه پوځي سپوږمکۍ پرون د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک په قاصد سپوږمکۍ لیږدونکي سره فضا ته وتوغول شوه او په بریالیتوب سره د ځمکې د مدار په پینځه سوه کلومیټرۍ کښې ورغله .
دا د ایران دوهمه پوځي سپوږمکۍ ده چې د ځمکې په مدار کښې ورځي .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک فضايي قومندان برید جنرال علي جعفر ابادي په ټیلي ويژني مرکه کښې د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ په بریالي ډول توغول کیدا ته په اشارې وویل د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ ماموریت هم د نور یو د سپوږمکۍ په شان د پيژندنې او د سنجونې عملیات دي
هغه د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ بیلابیلو کارندوالیو ته په اشارې سره وویل سپوږمکۍ په طبیعي پیښو،د سیلابونو د اندازې د معلومولو ، د کرهڼې د محصولاتو د معلومولو،دفاعي حوزې او د هدفونو او د هوښیارۍ د معلومولو په زمینه کښې مرسته کوي .
جعفر ابادي وویل د سپوږمکۍ هغه توغول چې پرون ترسره شول د دنیا د احترام،ناانکار او د باور وړسند دی چې ښودنه کوي د ایران متخصصان او سائینس پوهان په تر ټولو لوړو علمي او ټیکنالوژیک سویو کار کوي .