ایکناخبری اژانس راپور ورکړ،سید حسن نصر الله چې پرون ناوخته ئې د لبنان له المیادین خبری چینل سره خبرې کولې،د خپلې مرکې په پیل کې روښانه کړه،د صهیونیسټي رژيم په وړاندې مخ نیونکي اقدامات ، په ۱۹۸۵کال کې پيل شول ، هغه مهال چې اسرائيلي دښمن مجبوره شو،ترتر نیواک لاندې له ډيرو سیمو لا زر شاتګ وکړي.
د لبنان د حزب ا...غورځنګ عمومی منشي زیاته کړې ،دښمن فلسطین ته د مقاومت د مبارزانو د ورتلو دمخنیوي لپاره سرحدي پټۍد امنیتی کمربند یا کریډور په توګه په نظر کې ونیوله او له همدې ځایه مخه نیونکي عملیات پیل شول .
سید حسن نصر ا... ووئيل ،مخه نیونکي اقدامات یوازې د حزب ا... نه ،بلکې په هغه وخت کې د هغو ټولومقاومتي غورځنګونو بریاوه چې شهادت غواړي عملیات ئې ترسره کړل. هغه زیاته کړې ، د مخه نیونې دوهمه مرحله هم د ۱۹۹۳کال پورې دلومړنۍ کرښې په کلو کې د حزب ا... په اقداماتو سره پیل شوه .
هغه دغه راز ووئيل ، نن سبا دښمن داسې عملیاتو ته مخه کوي ، چې له خپلې خوا هیڅ اثر یا د پښو پَل نه پریږدي او له ۲۰۰۶کاله تردې دمه دښمن د لبنان په ضد دهیڅ ډول اقدام جراءت نه دی درلودلی .
سید حسن نصر ا... دغه راز صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړ، د لبنان په سمندري حدودو کې په لانجمنو تیلی اوګیسو سیمو کې دې دویستنې اقدامات نه کوي ، ځکه د اسرائيلو په لاس د لبنان دتیلو اوګیسو د ویتسنې په باب ډير جدي نظر لرو حتی که دغه جدیّت د جنګ دپیلیدا سبب هم شي. ددغې موضوع مخکې او وروسته وضعیّت د دښمن له کړچار سره اړه لري . هغه په عین حال کې روښانه کړه ،په سمندر او وچې کې داسې هیڅ یو اسرائيلي ټارګټ نشته چې دمقاومت د دقیقو توغندیو له شیشته بهر وي . او حزب ا... غورځنګ ترډیره حده سمندري یرغلیز او دفاعي قدرت په اختیار کې لري او د نیواکي فلسطین دسمندر هره سیمه د مقاومت په شیشت کې ده او هیڅ ډول خوځښتونه له څارنې پرته نه پاتیکیږي .