ایکنا خبری آژانس د Fintech News له قوله راپور راکړ،د اسلامي فین ټک نړیوال صنعت کابو۳۷۲۵۶ رینګیت یعني ۷۹میلیارډ ډالري ارزښت لري او په تیرئ سره ئې وده کړې ده.جنوب ختیځي آسیا د پام وړ مسلمانو نفوسو په د رلودلو په متوسطې پرګنې سره داسلامی فین ټک لپاره یو مخ په وده تر ټولوهیله منونکی بازار دی.
انډونیشیا،ملایشیااو سنګاپور د پیاوړي اقتصادي ودې،د مسلمانانو د لوي جمعیّت او د حکومت دملاتړي سیاستونو په وجه ، په دغه صنعت کې په یوه مهم لوبغاړي د بدلیدا لپاره ښه موقعیّت لري.
د اسلامی فین ټک دنړیوال راپور په اساس چې دDinarStandard او Elipses)،په وسیله برابرشوی، د اسلامی فین ټک د معاملاتو د حجم له نظره ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې دفین ټک شپږبرلاسه بازارونه،سعودی عربستان،ایران،ملایشیا،متحده عربی امارات،ترکیه او انډونیشیا دي.
د اسلامی فین ټک د صنعت د ودې دلیلونه، له شریعّت سره سمون خوړونکي مالی خدماتو او محصولاتو لپاره د غوښتې د زیاتیدا،له موبایل ټيلیفونونو څخه د استفادې د پراختیا او موبایل بانکدارۍ دخدماتو او د اسلامی فین ټک خدماتو او محصولاتو څخه ورځ تربلې دپوهیدا دزیاتیدا پشمول د ډيرو عواملو اغیزشیندنې دي.
اسلامی فین ټک شرکتونه،د هغو محصولاتو او دودیزو بانکداري خدماتو په ځاي چې د شریعّت له قوانینو سره سمون نه خوري،ضروري شیان وړانډې کوي.