IQNA

په هند کې د ترټولو پخوانی جومات په زړه پورې ننداره (انځورونه)

7:24 - November 19, 2022
د خبر لمبر: 3486475
ایکنا-(تهران)د هندوستان هغه ترټولو پخوانی جومات چې په نړۍ کې په چرمان جومات مشهور دی ، دهندوستان د کرالا په کودوونګاتور سیمې کې واقع دی.

ایکنا خبری آژانس د سیاست ډیلی له قوله راپور  راکړ،د ځینو تاریخي روایتونو په اساس،دغه جومات د پیغمبر اکرم(ص) مدینې منورې ته له هجرته وروسته  دهندوستان د کرالا صوبې په کودونګالور سیمې کې جوړش وی  او د جنوبی آسیا تر ټولو پخوانۍ او د نړۍ یو تر ټولو پخوانی جومات شمیرل کیږي.

چرمان جومات د کرالا دګورنر مهاراجه چرمان پرومل په غوښتې سره چې یو ډير نیک او عقلمند کس ؤ جوړ شوی دی.

د یوه روایت په اساس ، مهارجه چرمن پرومال چې یو تقوادار کس ؤ،خوب ولید چې میاشت دوه ځایه په بلیدا ده . هغه د کرالا صوبې درست  اختر پيژاند او تعبیرونکي  او په ترویتون کې کارکونکي د خپل خوب د تعبیر لپاره وغوښتل او دوی ورته خپل تعبیرونه وړاندې کړل،خو مهاراجه  قانع نه شو.

پيغمبر اکرم(ص) له خپل صحابی  مالک بن دینار او د هغه له ماندنې وغوښتل څو په کرالا کې کودونګالور  ته سفر وکړي څو د کرالا له صالح او تقوادار حاکم مهاراجه چرمن پورمال سره لیده کاته وکړي او هغه ته مدینې ته دسفر بلنه ورکړي.

کله چې دوي د کرالا  په مرکز کودونګالور ښار کې له چرمن سره لیده کاته وکړل،نو چرمن له دوي د خپل خوب دتعبیر  په باب چې میاشت دوه ځایه وویشل شوه، وپوښت.

دوي مهاارجه ته ځواب ورړ چې هغه شیه چې دي پکې  په خوب کې میاشت ولیده  چې دوه ځایه وویشل کیږی،هماغه شیبه  وه چې حضرت محمد(ص) میاشت په دوو برخو وویشله.

د کرالا مهاراجه  د خوب تعبیر ومانه او همداراز ئې په مدینې منورې کې له هغه بزرګوار سره دلیدو لپاره د پیغمبر اکرم(ص) بلنه  ومنله. په نهایت کې مهاراجه له سلطنت څخه او د سمندر له لارې مدینې ته لاړ.په مدینې منورې کې له پیمبر اکرم(ص) سره له لیدوکاتو وروسته ئې اسلام ومانه او مسلمان شو.

هغه له دغې تاریخي واقعې وروسته له مدینې منورې  د سمندر  له لارې د کرالا کودونګالور  په  لور وخوځيد او دعمان ظفر سیمې ته ورسید.

چرمن په ظفر سیمې کې ناروغه شو او په دغې سیمې کې له لنډې تم کیدا  کې د هند رهبرانو او واکوالانو ته ډير لیکونه ولیږل او دوي ئې داسلام منلو ته وبلل. خو له لنډې مودې وروسته هغه مړ شو او دعمان په ظفر سیمې کې خاورو ته وسپارل شو.

مالک بن دینار دهندوستان په کودونګالور  سیمې کې د مهاراجه  په فرمان سره  یو جومات جوړ کړ او د جومات نامه ئې چرمن پرومل کیښودله.

مالک بن دینار او دهغه ماندنه په کودونګالور کې دیره شول او په دغې سیمې کې ئې د اسلام تبلیغ ته مخه کړه. دوي په همدې سیمې کې ژوند کوه او همدلته له وفات شول او د همدغه جومات په شاوخوا کې خاورو ته وسپارل شول.

په دوام کې د چرمن پرومل جومات ځيني انځورونه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4099467/%D

captcha