IQNA

په کوه نور یا جبل النور باندې د قرآن آیتونه لیکل شوي دي( انځورونه)

7:44 - December 14, 2022
د خبر لمبر: 3486598
ایکنا-(تهران)د غرونو له نړیوالې ورځې سره په یووخت ،په مکې  مکرمې کې پر حراء غر یا جبل النور باندې د قرآن کریم ځيني آيتونه  نندارې ته وړاندې شول.

ایکناخبری آژانس د الطریق له قوله راپور راکړ،د دسمبر په یولسمه نیټه د غرختنې  او دغرونو دنړیوالې ورځې په مناسبت پر پیغمبر(ص)د وحي د نزول د لومړني مقام په توګه په مکې مکرمې کې پر حراء غره باندې چې جبل النور هم نومیږی، د قرآن کریم ځیني آیتونه لیکل شوي دي.

د حراء کلتوري برخې د حراء غره ځيني عکسونه، پخپل رسمي ټویټري پاڼې کې خپره کړي دي چې په هغه حراء غر د پاسه د رڼا  او نور څپې خورې ورې کړئ شوي د قرآني آیتونو  ښکلا او ننداره ئې دوه چنده په زړه پورې کړې ده. .

دغه اقدام د غرونو د نړیوالې ورخې د درنښت په لړ کې او د حراء د تاریخي غر په لمن کې د حراء کلتوري کوڅې له افتتاح سره په یووخت ترسره شوی دی. ددغه مقدس  ځاي په شاوخوا کې چې پرپیغمبر اکرم(ص)د وحي د نزول  لومړنی ځای دی، تلونکي لارویان،د قرآن کریم دغه آیتونه وینی.

په دغو آیتونو کې د علق مبارکې سورې لومړني آیت«اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ» او همداراز د النبا مبارکې سورې اوم آیت یعني، «وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا» شامل دي.

د حراء غر د جبل النور او جبل الاسلام  په نامو سره هم پيژندل کیږي.دا غر د مکې یو مقدس ځاي او د رسالت له پړاوه باقي پاتې یو دیني اثر شمیرل کیږي.

ملګروملتو ددسمبر په یولسمه نیټه چې د لیندۍ شلمه نیټه کیږي، په ۲۰۰۲کال کې د غر ختنې  او غر نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

دغه ورځ د  غرونو او دغرنیّو سرچینو  اهمیت او دغه راز د ژواک چاپیریال دککړتیاؤ اوورانونو په وړاندې ددغه ارزښتمن میراث دخوندي ساتنې  اهمیّت ته د اړونده ټولو ټولنو او اورګانونو د توجه کولو لپاره یو ډير ښه فرصت دی.

نمایش آیاتی از قرآن بر روی کوه حراء

نمایش آیاتی از قرآن بر روی کوه حراء

نمایش آیاتی از قرآن بر روی کوه حراء

نمایش آیاتی از قرآن بر روی کوه حراء

انتهای پیام

https://iqna.ir/fa/news/4106348

 

captcha