IQNA

دتفسیرونو او مفسرانو معرفي/17

د شیخ طبرسي د قرآن دریم تفسیر ؛جوامع الجامع؛

17:22 - February 14, 2023
د خبر لمبر: 3486897
ایکنا-(تهران)د جوامع الجامع تفسیر ډيره خلاصه او دهغې مهمه ځانګړنه،دهغه ادبی شونه ده چې په لنډو عبارتونو سره ،قرآنی ایتونه بیانوي او د قرآن کریم ټول آیتونه پکې شاملیږي.

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ؛جوامع الجامع ؛ د شیعیانو  د ستر مفسر فضل بن حسن طبرسي لیکل شوی ستر تفسیر دی. طبرسي دغه تفسیر چې  د ؛مجمه البیان؛ او الکافی الشافي ؛ په نامو سره دهغه د دوو مخکینیو تفسیرونو څخه  غوره شوی دی ،د خپل د زوي په غوښتې سره برابر کړچې په عین مختصر کیدا سره ،د قرآن  دترټولو مهموحقایقو  او په قرآن کې د  ادبی  بڼو وړاندې کونکی ښودل کیږي. دغه اثرپه یوه کال کې  او د مجمع البیان او الکافی الشافي  د دووتفسیرونو له بشپړولو وروسته تالیف شوی دی.

 فضل بن حسن بن فضل طبرسي چې په امین الاسلام مشهور دی،د مجمع البیان د تفسیر لیکوال او تکړه او مهشور شیعه مفسیر دی.هغه په شپږمې قمري پیړۍ کې ژوند کاوه او یو تکړه محدّث، فقیه او ویناوال او متکلم ؤ.د جوامع الجامع او اعلام الوری نومې کتابونه هم دهغه مشهور آثار دي.

طبرسي ددغه تفسیر د لیکنې په باب خپله انګیزه داسې بیانوي؛کله چې مجمع البیان تفسیر ستر کتاب لیکل مو چې قرآني علوم او مختلف  معارف پکې شامل وو،بشپړ کړ،نو د کشاف  زمخشري نومې کتاب  مو ترلاسه کړ او نیّت مو وکړ چې د هغه له بې مخینې ټکو او ظرافتونوڅخه استفاده وکړم؛(داسې مو وکړل او له دې کارڅخه یو  کتاب ترلاسه شو) چې هغه مو بیا الافی الشافي ونوموه. دغو دواړو کتابونو څخه له قرآن سره ډيرو مینه والو هرکلی وشو.په دغه وخت کې،زما خوږ زوی ابونصر حسن له ما وغوښتل چې دغو دواړو د تلخیص په چوکاټ کې یوه خلاصه  برابره کړم څو د ټولو لپاره ګټه وره وي او خلک  په یو ځاي د دواړو کتابونو  نوي ادبی ټکو او علمي نظریاتو ته لاس رسی ولري  او دا په داسې حال کې وو چې زما عمر له اویاؤ کلونو تیر شوی  او دغه شان کار د ما لپاره ډير سخت ؤ،خو د ځينو خوږو دوستانو په ټینګتیا سره  چې زما زوی ئې واسطه کړی ؤ،د هغه غوښته مو ومنله او د خداي تعالی په مهربانۍ سره د لارې د هوارولو هڅه مو وکړه او الحمد الله  بریالی شوم  او دا مو  ؛جمع الجوامع ؛ونوموه، او دا داسط نامه ده چې له واقعیّت سره سمون خوري.

د تفسیر د لیکلو رودې ته یو نظر؛

دغه تفسیر د مجمع البیان په سټال او انداز سره منظم او برابر شوی نه دی ،بلکې له عنوانونو پرته د مطلبونو کشفولو په حير ، په یوه بل پسې تیار د ي. دغه تفسیر ډيرخلاصه او دهغه مهمه ځانګړنه ،دهغه ادبی شونه ده چې ډير لنډو عبارتونو سره ،د قرآن آیتونه بیانوي  او د قرآن درست آیتونه پکې شاملیږي.

ددغه تفسیر روده،له لغت سره داړونده مسئلو بیانول،اعراب، قرآئت،ادبی ټکي او د نظم بیانول او احیانایو کلام دی او مولف مطلبونو د غوره کولو په رعایتولو سره ډير دقیق او لطیف  متن وړاندې کړی دی چې په همدې خاطر په علمیه حوزو کې  د رسمي کتاب په توګه  ئې درس  ورکول کیږي.

د مطلبونو په بیانونو کې د تفسیر روده داسې ده چې په پیل کې د سورئې په نامې،د مکي او مدنی بیان و د سورئې په معنا، د آیتونو په شمیر او د سورې په فضیلت سره پیلیږي،هغه مهال د آیت قرآئت ،لغت ،صرف او نحو و دټکو پيژندنې ته مخه کوي،بیا د آیت د معنا شرحې او توضیح بیانولوته مخکوي  د زمخشري په شان،د تفسیر مطلبونه وړاندې کوي.

په دغه ارزښتمن تفسیر کې د څو هغو آیتونو په پیل کې چې له یوې موضوع سره اړونده دي ذکر شوي او ورپسې سوکه سوکه د هغو آیتونوبرخې راوړل شوي او دهغې برخې په تفسیر سره، قرآئت  او دادبی اړخونه  او احیانا کلام  او فقه او اصول بیان شوي د ي. البته په آیات الاحکام کې فقهي بحثونه غالباپه مختصر کیدا سره مطرح کوي او تفصیل ئې په مجمع البیان کتاب کې وړاندې کیږي.

captcha