IQNA

په ایران کښې د افغانستان سفارت خپل کار بیرته پیل کړ

16:36 - February 28, 2023
د خبر لمبر: 3486971
ایکنا-(تهران)تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په تهران کښې د افغانستان سفارت د نوي شاډرز افیر او د نویو ډيپلوماټانو په دیره کولو سره په رسمي ډول خپل فعالیت له سره پیل کړ.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد افغانستان د حاکمه پلاوي ویاند حفیظ ضیا احمد په یوه ټویټ کښې وویل په تهران کښې د افغانستان د سفارت نوي شارډز افیر فضل محمد حقاني او ورسره پلاوي په رسمي ډول د دغه سفارت چارې په لاس کښې واخیستلې.

حفیظ احمد ضیا وویل د بهرنیو چارو وزارت په ایران کښې د هستوګنه افغانانو لپاره د سفارت په خدماتو رسونې کښې د خنډ د رامینځته کیدا او د ځنډ د مخنیوي لپاره فیصله وکړه چې د تجربه لرونکو ډيپلوماټانو اوه کسیزه ډله په تهران کښې د افغانستان سفارت ته واستوي چې  د نوي شارډز افیر په څنګ کښې په کارونو بوخته شي.

له دې مخکې د افغانستان خارجه وزارت په تهران کښې د افغانستان د سفارت د بدلونونو په هکله ویلي وو د ډيپلوماټانو په کادر کښې بدلون یوه عادي ادارې چاره او د هر هیواد جایز حق دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اطلاعیې کښې په تهران کښې د افغانستان د سفارت د داخلي بدلونونو او د سفارت د سپارل کیدا په هکله د ځینو مطرح شویو ادعاګانو په ردولو سره وویل په تهران کښې د افغانستان د سفارت بدلونونه او ورسپارل له افغانستان سره اړونده داخلي چاره ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت هیڅکله په دې موضوع کښې رول نه دی لرلی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128724

captcha