IQNA

د فلسطین؛طوفان الاقصی عملیات؛ د۴۰ صهیونیسټانو له هلاکته د فلسطینیانو د شکر سجدې پورې

14:45 - October 07, 2023
د خبر لمبر: 3488066
ایکنا-(غزه ) دحماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه په مشرۍ د  حماس  مقاومتي رهبرانو  صهیونیسټ میشټه ښارګوټو ته د مقاومتي مبارزانو په نفوذ او سختو ټکونو پسې د خدای په درګاه کې د شکر سجده وکړه.د غزې تړانګې  اوسیدونکو هم په واټونو کې د فلسطین د  بیرغ په رپولو سره  جشن جوړ کړ.

د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس مبارزانو نن سهار وختي دغزې تړانګې شاوخوا صهیونیسټ میشته ښارګوټو په لور په لسګونو توغندي وتوغول او ورسره ئې مځکني عملیات هم ترسره کړل چې پر دغو ښارګوټو کې پر واټيزو نښتو سربیره    صهیونیسټانو ته ئې درندې مرګ ژوبلې  او تاوانونه هم واړول. او یو شمیر صهیونیسټي عسکر او ښارګوټو اوسیدونکي ئې ونیول.

العالم ټيلیویژنی  چینل له غزې راپور ور کړ، د فلسطین مقاومتی مبارزانو نیول شوي ټاټو  څخه  کابو پنځه کلومیټر مځکه آزاده کړې ده .  ددغه راپور په اساس  مقاومتيځ،اک د نیواکګر رژيم یو ټانک  هم په نښه کړی اوپر ښارګوټو اوسیدونکو ئې سختې حملې کړي دي.

د مقاومتی  غورځنګ حماس  مشرانو له  دې وروسته چې  د ح ماس مقاومتي غورخنګ  مبارزانو د غزې تړانګې شاوخوا صهیونیسټ میشته ښارګوتوپه لسګونو توغندي وویشل د شکر  سجده ئې وکړه.

  د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه په مشرۍ د  حماس  مقاومتي رهبرانو  صهیونیسټ میشټه ښارګوټو ته د مقاومتي مبارزانو په نفوذ او سختو ټکونو پسې د خدای په درګاه کې د شکر سجده وکړه.د غزې تړانګې  اوسیدونکو هم په واټونو کې د فلسطین د  بیرغ په رپولو سره  جشن جوړ کړ.

د صهیونیسټ رژيم رسندویو  پخپلو وروستیو  احصایو کې منلې ده چې  دصهیونیسټانو په ضد د فلسطین دمقاومتي چورلیز دعملیاتو په  دوام کې سخت مرګ ژوبلې او تاوانونه   زغملی دي.

 دغو رسندویو منلې ده چې په دغو عملیاتو کې  دتل ابیب ، اشدود   پشمول نیواکي سیمو باندې څه دپاسه  پنځّه زره غوندي او راکټونه  لګیدلي دي . چې په نتیجې ئې  کابو ۲۲صهونیسټان هلاک او ۳۵نور نیول شوي او دغه راز په سلګونوټپیان شوي دي چې په ځینو ښارونو کې له ټپيانو روغتونونه ډک شوي دي .

دغه راز صهیونیسټي  رسندویو دا هم منلې ده چې د غزې په شاوخوا کې ئې هوائي مرکزونه او پوځي اډې خالي کړي دي.

داپه داسې حال کې دي چې  د فلسطین مقاومتي چورلیز دمبارزانو  په وروستۍ خبرتیا کې راغلي دي ، چې  نهال اوز ،نومې صهیونیسټي ښارګوټی ئې هم آزاد کړی دی. دغه راز ئې دا هم اعلان کړی چې  یو شمیر ایف ۱۶ډوله جنګي الوتکې هم په غنیمت نیولي او فوري ئې غزې ته منتقلې کړي دي  

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4173445

captcha