ایکنا دالجیزه له قوله راپور راکړ، تیره شپه اسرائیلو دغزې تړانګې په مختلفو سیمو خپلو بمباریو او حملو ته هماغه راز دوام ورکړ. د فلسطین د روغتیائي چارو د وزارت داعلامیې په اساس د شهیدانو شمیر د څه دپاسه سلو ماشومانو پشمول ۴۷۰ته رسیدلی او د یوسل شلو ماشومانو پشمول ۲۳۰۰کسان ټپيان شوي هم دي.
له بل پلوه د صهیونیسټي رژيم ویندوي وئیلي دي ، پوځ په غړې تړانګې پراخو حملو ته هماغه را زدوام ورکوي او سخت ټکونه به د حماس غورځنګ توانمنئ له مینځه یوسي.
داپه داسې حال کې دی چې د اسلامی جهاد غورخنګ د پوځي څانګې قدس کنډکونو ویندوي ابوحمزه هم فلسطینیان چې هرچرته وي په تیره بیا په لویدیځي غاړې کې ورڅخه غوښتي دي څو د طوفان الاقصی نومې عملیاتو سره یو ځاي شي او د مقاومت جبهې وحدت او یووالی نندارې ته وښئ.
له دې سره په یووخت د طوفان الاقصی عملیاتو د بدلونونو په باب د ملګروملتو دامنیت شورا بیړنۍ ناسته چې وړمه شپه ترسره شوه ، ددغې غونډې له ترسره کیدا مخکې متحده ایالاتو د امنیت شورا له ټولو غړو غوښتي ووڅو په اسرائيلو باندې دحماس حمله په پریکنده توګه محکومه کړي. په عین حال کې د امریکا دغه غوښته ناکامئ سره مخ شوه او د حماس دمحکومیّت لپاره هیڅ اجماع ترلاسه نه شوه.
د القسام کنډکونو ویندوي ابوعبیده وئيلی دي ، چې مبارزان هماغه شان په څو سیمو کې د اسرائيلو له نیوااکګرو عسکرو سیره ښکیل دي او توانیدلي دي، عسقلان سره نزدې سیمو ته ورسیږي. ابوعبیده همداراز ووئيل، د مقاومت مبارزان توانیدلي دي ، د اسرائيلو یوشمیر کسان نور هم ونیسي او غړې تړانګې ته ئې منتقل کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4173970